د لاسرسي ځای

ولسمشر غني: د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه استعمالېږي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي دي چې هېڅ کله به چا ته اجازه ورنه کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استعمال کړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي دي چې هېڅ کله به چا ته اجازه ورنه کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استعمال کړي.

افغان ولسمشر بېګا د پاکستان له وزیر اعظم نوازشریف سره په ټیلیفوني خبرو کې د بډه بیري پيښه وغندله او یو وار یې بیا پر دې ټینګار وکړ چې کله یې هم د بل کوم هېواد پر ضد د خپلې خاوري استعمالیدواجازه نده ورکړي او نه به یې ورکړي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د بډه بیري د برید پلان په افغانستان کې جوړ شوې وو اود دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د وزیر اعظم نواز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې په بډه بیره کې د هوايي ځواک پر استوګنځي د تیرې جمعې د ورځې د برید په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې د دغې حملې په اړه به شواهد د افغانستان له حکومت سره شریکوي.

په دې اړه د احمد الله رپورټ واورئ.

XS
SM
MD
LG