د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه استعمالېږي


ولسمشر غني: د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه استعمالېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي دي چې هېڅ کله به چا ته اجازه ورنه کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استعمال کړي. افغان ولسمشر بېګا د پاکستان له وزیر اعظم نوازشریف سره په ټیلیفوني خبرو کې د بډه بیري پيښه وغندله او یو وار یې بیا پر دې ټینګار وکړ چې کله یې هم د بل کوم هېواد پر ضد د خپلې خاوري استعمالیدو اجازه نده ورکړي او نه به یې ورکړي. پاکستاني چارواکو ویلي چې د بډه بیري د برید پلان په افغانستان کې جوړ شوې وو او د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د وزیر اعظم نواز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې په بډه بیره کې د هوايي ځواک پر استوګنځي د تیرې جمعې د ورځې د برید په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې د دغې حملې په اړه به شواهد د افغانستان له حکومت سره شریکوي.

XS
SM
MD
LG