د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان برېښنايي رسنۍ پښتنو او بلوڅانو ته وخت نه ورکوي


کوټه - د پاکستان د بلوچستان صوبې پښتانه او بلوڅ سیاستوال وايي، د دغه هیواد برېښنايي رسنۍ په خاصه توګه اردو ژبې ټيلويزيون چېنلونه د دوی ستونزو ته هيڅ وخت نه لري .

د دغې صوبې پښتانه او بلوڅ ملتپال بیا بیا وايي، د پاکستان اردو ژبي ټیلويزيون چېنلونه ددوی صوبې ته هيڅ کوريج نه ورکوي او هغومره وخت چې د نورو صوبو سیاستوالو ته يې ورکوي، د بلوچستان صوبې سیاستوالو ته کله هم ورکړی نه دی. د بلوڅو ملتپال ګوند بلوچستان نيشنل ګوند له همدې امله دوه واره په اونيو اونيو له همدې ټيلويزيون چېنلونو څخه د باييکاټ اعلان کړی، خو د دوی په خبره لا هم د پاکستان له چېنلونو سره ددوی لپاره وخت نشته. ددغه ګوند مشر سردار اخترجان مينګل د اتوار په ورځ په کوټه کې يو ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، د پاکستان چېنلونه که ددوی مخونه نشي ښکاره کولی، باید هغه مړي چې ټوټې ټوټې وي، هغوی ته خو دي کوريج ورکړي.

((زه پوهېږم چې زما او د ډاکټر جهانزیب شکلونه د میرا او وينا غوندې ښکلي نه دي، لاکن تر هغو خرو، غویانو او نورو حيوانانو چې تاسو يې اوس ښکاره کوئ، تر هغو بدصورته هم نه دي. که دا نشئ ښکاره کولای، لږ تر لږه هغه ټوټې ټوټې مړي خو ښکاره کړئ. که دا هم نشئ کولای، نو لږ تر لږه هغه ميندي چې په لڅ سر په زرهاو کیلوميتره سفر کوي او خپل زامن روغ غواړي، د هغوی خو نو حق جوړېږي، چې ستاسو د ټيلويزيون په پرده ښکاره شي.))

سردار اختر مینګل د خرو، غويانو او نورو حيوانانو ذکر په داسې وخت وکړ، چې د لوی اختر شپې ورځې دي او د پاکستان اکثره ټيلویزيون چېنلونو د حيوانانو له منډيو څخه هره ورځ په مستقيم ډول خپرونې چلوي. نه يواځې بلوچستان نيشنل ګوند، بلکې ددغې صوبې اکثره نور سیاسي او مذهبي ګوندونو هم په وار وار د پاکستان له ټيلويزيون چېنلونو څخه ورته شکایت کړی. د جمعیت علماء اسلام ف ډلې سره تعلق لرونکی او د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزيسیون مشر مولانا عبدالواسع هم ورته نظر لري.

((تاسو ته مالومه ده، چې دلته په بلوچستان کې اکثره وخت ډېرې لويې لويې پېښې کېږي، لاکن دا ټي وي چېنلونه دې پېښو ته هيڅ وخت نه ورکوي، او ډېر کوريج ورکړي، نو هغه يواځې د پټۍ پورې محدوده وي، چې يو ټيکر يا پټۍ وچلېږي. موږ مخکې هم ددې پر ضد ږغ پورته کړی او بیا به يې هم پورته کوو.))

د بلوچستان د سیاستوالو دا ستونزه مو په کوټه کې د اردو ژبي ټيلويزيون د بیوروچيف کاظم مينګل مخې ته کښېښوده. مينګل يې په ځواب کې وايي، د پاکستان اکثره ټي وي چېنلونو له صحافت څخه کاروبار جوړ کړی او دا چې له دغې صوبې کوم اشتهار چېنلونو ته نه ورځي، هغوی هم ورته ډېر اهميت نه ورکوي.

((ماته ښه ياد دي، چې يو وخت د پاکستان يو ډېر مشر خبریال مجیب الرحمان شامي کوټې ته راغلی وو، او موږ همدا ستونزه د ده په مخ کې کښېښوده، نو د هغه د خبرو مطلب او ځواب دا وو، چې اوس چې هم څومره کوريج د پاکستان ټي وياني بلوچستان ته ورکوي، د بلوچستان ولس بايد په دې شکر وکاږي، ځکه چې له دغې صوبې يوه روپۍ هم د اشتهار په مد کې دې چېنلونو ته نه ورځي.))

د کاظم مينګل په خبره له دې سره سره بلوچستان صوبه چې اکثره په کښې حالات ښه نه وي، پاکستاني ټېلويزیون چېنلونه ځکه هم وخت نه ورکوي، چې دده په خبره ددې صوبې د ستونځو له خپرولو سره اېسټېبليشمنټ خفه کېږي.

XS
SM
MD
LG