د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار چارواکي وايي ژر له بېکوره کړل شویو سره مرستې کوي


د بې کوره کړل شویو په اړه غونډه
د بې کوره کړل شویو په اړه غونډه

جلال اباد - د ننګرهار چارواکي وايي چې ژر به له هغو زرګونو کورنيو سره د خوراکي توکو او د ژوند د اړتیاوو مرسته وشي چې په دې وروستیو کې د ناامنيو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي پر یکشنبه یا اتوار د بیړنۍ کميټې يوه ناسته رابللې چې هغو بې ځایه شويو کورنيو ته مرستې ورسوي چې په دې وروستيو کې له خپلو سيمو څخه د ناامنیو له امله راوتي او د ننګرهار په بیلابيلو سيمو کې له سرپناه پرته له ستونزو ډک ژوند تيروي. سليم خان کندزوي په دغه ناسته کې وويل چې په لومړي سر کې به له اتو زرو نه تر دولسو زرو پورې کورنيو ته بيړنۍ مرستې ور ورسوي: (( موږ سره تر اوسه دا ابتدايي ارقام دي چې کیدای شي چې له اتو زرو څخه تر دولس زرو پورې کورنۍ بې ځایه شوي وي. ځکه چې هغه د خلکو عریضې داسې ښيي. باید تاسو ته واضح شي چې موږ د يوه پروسیجر په اساس دې کورنيو ته کمکونه رسوو.))

نوموړی زیاتوي چې له دې ډلې شاوخوا پینځه زره کورنیو سره مرستې شوي او هغه کورنۍ،چې له لومړنیو مرستو پاتې دي هغوی ته به هم په نیږدې وخت کې مرستې ورسوي: (( یو تعداد کورنیو ته خوراکي توکي او نور د ژوند ضرورتونه تر یوه حده پورې ورکول شوي، او دا لړۍ ادامه لري، ۵۱۳۰ کمې کورني دي، دوی ته مو مرستې رسولي. د ننګرهار د نا امنه ولسواليو څخه چې کومې کورنۍ بې ځایه شوي، هغوی ته اطمنان ورکوو چې کیدای شي چې وخت په کې ولګي، خو موږ به هرې کورنۍ ته ځان رسوو.))

د ننګرهار د سرې میاشتې رييس ننګيالي یوسفزي وویل کومې سیمې چې دوی ته سپارل شوې وې، هلته يې د رسنيو پر وړاندې په شفافه توګه مرستې رسولي دي. (( هغه څوک چې مرسته تر لاسه کوي، د هغوي بشري حقوق یو څه زیانمن کيږي، د دوی حقوق په بعضې برخو کې تلف کيږي، بل دوی ته دا چې څنګه یو بې ځایه شوی بشري حقوق لري، په هغه شکل سره ورته نه اماده کېږي.))

د کډوالو چارو رييس غلام حیدر فقیرزی وویل: دوی د يوه ګډ ټيم په واسطه کورنۍ سروې کوي او له هغې وروسته ورسره مرستې کوي. (( څومره بې ځایه شوي کډوال چې دي، د دوی لپاره موږ سره مرستې په ګودام کې شته دی. او دې ټولو خیریه ټولنو موږ ته ویلي چې که تاسو چيرته کوم کډوال پیدا کړو، موږ ته يې راوپيژنۍ، موږ دې ته حاضر یو چې مرستې ورته ورکړو.))

د داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره په مرستندویه ټولنې داسې مهال غږ کیږي چې د ننګرهار امنيتي ګډو ځواکونو په کوټ ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي.

دوی وايي ددې عملياتو په جریان به ځينې سيمې له وسله والو پاکې کړي او راکډه شوې کورنۍ به بیرته خپلو کورونو ته ستنې شي.

XS
SM
MD
LG