د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د بډه بېرې حملې درې وسله وال د خیبر او دوه د سوات ول'


پېښور - د پاکستان چارواکي وايي، د پېښور بډه بېرې پر هوايي اډې په برید کوونکو ۱۳ وسله والو کې د پینځو پېژندګلوي شوې ده.

د بډه بېرې حملې پلټنو کمېټۍ ویلي، په برید کوونکو کې درې د قبایلي سیمې خیبر او دوه د سوات دي. کمېټي وايي، د وژل شویو وسله والو د ګوتو نښې او ډي اېن اې معاینې یې کړې دي او د پاکستان شناختي کارډونو له ادارې (نادرا) یې د پینځو کسانو د پېژندګلوۍ تصدیق کړی دی.

دې کمېټۍ د پېژندل شویو مشکوکه وسله والو د شناختي کارډونو نقلونه هم خپاره کړي دي او دعوه یې کړې چې په برید کوونکو کې یو ابراهیم، بل عدنان او سراج الدین نومېږي چې د قبایلي سیمې خیبر دي. دوه نور وسله وال رب نواز او محمد اسحاق نومېږي چې د سوات دي.

خو د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د پلټونکې کمېټۍ له طرفه د دې پینځو کسانو د پېژندګلوۍ پر ښکاره کولو د خپګان ښودنه کړې او ویلي یې دي چې دا کار د پلټنو پر بهیر یا عمل اغېز کولای شي.

د جمعې پر سهار وختي له پېښور ښار سره نېږدې په بډه بېره کې د پاکستان پر هوايي اډې د وسله والو په حمله کې ۲۹ کسان وژل شوي او لسګونه ژوبل شوي ول چې پکې زیاتره د هوايي ځواک سرتېري او کارکوونکي ول.

تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې وه.

د جمعې پر ورځ د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال عاصم باجوه خبریالانو ته وویل چې د بډې بېرې پر اډې په افغانستان کې مېشتو پاکستانیو طالبانو برید کړی. ده وویل، دا برید د افغانستان پر خاوره پلان او تنظیم شوی وو.

خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر شنبه یا خالي وویل، دا حمله د افغانستان پر خاورې نه وه تنظیم شوې.

XS
SM
MD
LG