د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د بډه بېرې حملې په اړه افغانستان ته ثبوتونه ورکوي


اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ د هېواد امنیت په اړه یوه غونډه وشوه چې پکې د جمعې پر ورځ د بډې بېرې پر هوايي اډې د وسله وال برید او افغانستان ته د دې حملې د ثبوتونو ورکولو جاج واخیستل شو.

د وزیراعظم دفتر یوه چارواکي پر ګل یا دوشنبه مشال راډيو ته وویل، په غونډه کې د وسله والو پر ضد د روانو عملیاتو او د پاکستان پر پولو د امنیتي انتظاماتو په اړه هم خبرې وشوې.

دې چارواکي د نوم نه ښودو په شرط وویل، د غونډې ګډونوالو پر دې خبرې وکړې چې د بډه بېرې هوايي اډې حملې په اړه افغانستان ته په څه ډول ثبوتونه ورکړل شي.

د جمعې پر سهار وختي له پېښور ښار سره نېږدې په بډه بېره کې د پاکستان پر هوايي اډې د وسله والو په حمله کې ۲۹ کسان وژل شوي او لسګونه ژوبل شوي ول چې پکې زیاتره د هوايي ځواک سرتېري او کارکوونکي ول.

تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې وه.

په غونډه کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان، د دفاعي چارو وزیر خواجه اصف او د خزانې وزیر اسحاق ډار، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف او د پوځي عملیاتو او استخباراتو مشرانو ګډون وکړ.

د جمعې پر ورځ د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال عاصم باجوه خبریالانو ته وویل چې د بډې بېرې پر اډې په افغانستان کې مېشتو پاکستانیو طالبانو برید کړی. ده وویل، دا برید د افغانستان پر خاوره پلان او تنظیم شوی وو.

خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دا تور ناسم بولي او وايي، د بډه بېرې حمله په افغانستان کې نه وه تنظیم شوې.

تر دې مخکې البته په بیا بیا افغانستان پر پاکستان تور پورې کړی چې له هغې خاورې وسله وال افغانستان ته اوړي او حملې کوي.

پخوانی ډېپلوماټ او د چارو پوه ایاز وزیر وايي، دواړه حکومتونه پر یو بل تورونه پورې کوي او د ثبوتونو خبره کوي نو په کار ده چې د ثبوتونو تر وړاندې کولو وروسته اسلام اباد او کابل په ګډه د وسله والو پر ضد مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG