د لاسرسي ځای

تازه خبر

عارف خزان : له وړوکوالي د هنر او ادبیاتو مینه وال وم


عارف خزان
عارف خزان

عارف خزان د افغانستان په معاصرو لیکوالو او شاعرانو کې پيژندل شوی نوم دی. نوموړي د افغانستان په راډیو تلویزون کې ، د هیواد په ورځپاڼو کې ، د لیکوالو په ټولنه کې خدمتونه کړي. درې کتابونه یې چاپ شوي. په مسکو کې د « لیمه » مجلې مسوول مدیر و او دا مهال په امریکا کې ژوند کوي.

عارف خزان وايي په هرات ولایت کې یې نړۍ ته سترګې غړولي دي ، زدکړې یې په فرا او کابل کې کړې دي. په کابل ، پېښور ، مسکو او امریکا کې اوسیدلی دی.

د مشال مرکه / عارف خزان
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نوموړی یو له هغو کسانو څخه دی چې خدای پاک د هنر ، کولتور او ادب لپاره تخلیق کړي وي ، ځکه چې د ډیر وړوکوالي نه هغه مهال چې دی یوازې د دریم صنف زدکونکی و ، د ورځپاڼو سره یې مینه پیداشوه او دا مینه او تنده تر اوڅه ورسره مله ده. دی وايي :

« زه هم د وړوکوالي نه د همدې لارې علاقمند ومه ، په تیره بیا هغه وخت چې ما یو څه لیک او لوست زده کړ نو په دریم ټولګي کې وم چې د فرا په ولایت کې د سیستان ورځپاڼې سره اشنا شوم. له هماغه وخت نه مې د ادبیاتو او ژورنالیزم سره مینه پیدا شوه. »

عارف خزان کلونه پخوا چې لا له هیواده مساپر شوی نه و د شعرونو څو ټولګې په کابل کې چاپ کړې، هغه مهال به د یو ادبي بورډ تر نظارت لاندې د ادبیاتو کتابونه خپریدل او لیکوال ته به کافي حق الزحمه هم ورکول کیده.

عارف خزان په مشال مرکه کې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00

نوموړی چې دا مهال د امریکا د میريلینډ ایالت په بالټیمور کې ژوند کوي وايي په دغه ښار کې ډیر افغانان نشته او نه هم ادبي یا کولتوري هلې ځلې تر سترګوکیږي. دی همدا راز وايي د یو ادیب لپاره په امریکا کې ژوند د افغانستان په پرتله ګران دی ځکه چې په نوموړي هیواد کې ژوند ډیر په منډه ، ګران او له کړاوونو ډک دی. عارف خزان وايي که څه هم په افغانستان کې ځوانان ډیر لیواله دي چې اروپايي هیوادونو یا امریکا ته لاړ شي، خو دغه ځوانان دې په یاد ولري چې ژوند څومره په خپل هیواد کې اسان دی ، ښايي په بل هیڅ ځای کې داسې نه وي.

فلم ستوری مرتضا با اقرا او لیکوال عارف خزان
فلم ستوری مرتضا با اقرا او لیکوال عارف خزان

XS
SM
MD
LG