د لاسرسي ځای

قاچاقبر عبدالله: زه د انسانانو د خرڅولو او اخيستلو کاروبار کوم


عبدالله له بلغاريه تر سربيا پورې خلک قاچاقوي

عبدالله له بلغاريه تر سربيا پورې خلک قاچاقوي

د عبدالله په نامه يو افغان يو نيم کال مخکې د جرمني په تکل له افغانستانه راوتی وو خو د پيسو د نشتوالي له کبله په بلغاريا کې بند پاتې شو. دلته يې خپله مجبوري په کاروبار بدله کړله او اوس د انسانانو قاچاق کوي.

اروپا ته تلونکو کډوالو کې د شام يا سوريه تر څنګ د افغانستان او پاکستان زرګونه کسان شامل دي. عبدالله هم له دغسي کسانو څخه وو چې يو نيم کال مخکې له افغانستانه د ايران او ترکيې په لارې بلغاريه ته ورسيد. هغه غوښتل چې جرمني ته لاړ شي خو لارې سختې وي. د بلغاريه په سرښار صوفيه کې يې اوسېدل او د يو ملګري په نيټ کيفی کې يې کار پيل کړ. دلته به يې نوو راغلو کډوالو ته د مخکې تګ په اړه مشورې ورکولي. له همدي يې کاروبار جوړ کړ او اوس د بلغاريا څخه سربیا پورې د انسانانو قاچاق کوي.

نوموړی وايي پوليس چې دی يې ماماګان بولي، ورسره مرسته کوي. ((هلته بلغاريان دي. واړه موټر لري، ټيکسيان لري. موږ ورته پيسې ورکوو، دوی يې د سربيا تر سرحده رسوي. څلويښت منټه پيدل مزل دی. ماماګان هم ورسره لاس لري. کله کله ورسره يو افغان هم د لارې د بلدتيا لپاره ځي. څلور سوه يا پنځه سوه يورو ترې اخلو.))

دا قاچاق خو د انسانانو د اخيستلو او خرڅولو کاروبار دی.

عبدالله چې مشال ريډيو يې په غوښتنه د دې رپورټ لپاره نوم بدل کړی، وايي چې له تېرو اوو مياشتو راهيسې د انسانانو قاچاق کوي. د نوموړي په خبره اروپا ته راتلونکي خلک په ځنګلونو کې په ورځو ورځو مزل، په سمندرونو کې د کشتۍ په سختو سفرونو او په بندو ټرکونو کې د تګ په کړاو ښه پوهيږي، ډېر پکي ژوند هم وبايلي خو بيا هم غربي هيوادونو ته له تګ نه منع کيږي.

نوموړي زياتوي: ((د قاچاق ګارنټي نشته. دي کې ولږه شته، تنده شته، مرګ شته. موږ له افغانستان راغلو خلکو ته وايو چې قاچاق ګارنټي نه لري او مرګ هم پکې شته. دوی وايي چې هو، په دې خبره پوهيږي چې لارې خرابې دي او مرګ او درد پکې شته دی.))

عبدالله د ښه ژوند په هيله دري ځل اروپا ته راغلی خو هر ځل به د بېلابېلو هيوادونو حکومتونو بېرته افغانستان ته ستون کړ. هغه وايي کلي کې پري دومره ډېر قرضونه وو چې په څلورم ځل بيا راغی. نوموړی د انسانانو د قاچاق له لارې پيدا کوونکي مياشتني عايد په اړه کره معلومات نه ښئ خو وايي چې کافي پيسې يې پيدا کړي دي.

موږ له افغانستان راغلو خلکو ته وايو چې قاچاق ګارنټي نه لري او مرګ هم پکې شته.

هغه مشال ريډيو ته وويل: ((د قاچاقبر کار هم اسانه نه وي. زه چې دا خلک له يوه ځايه بل ته بيايم نو له زړه مې خدای خبر وي. دا قاچاق خو د انسانانو د اخيستلو او خرڅولو کاروبار دی. ما له مجبورۍ دا کار پيل کړی وو. نور نو زه يا کوم بل ملک ته ځم او يا افغانستان ته ستنيږم. اوس مې ګزاره شوي. همدومره بس دی.))

XS
SM
MD
LG