د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلخي عالمي : د انساني قاچاق مخنيوي لپاره پر قوانینو جوړولو کار روان دى


سیدحسین عالمي بلخي
سیدحسین عالمي بلخي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وايي د انساني قاچاق د ستونزې د مخنيوي لپاره د دوو قوانينو پر جوړولو کار روان دى.

سيد حسين عالمي بلخي پرون مشال راډيو ته وويل چې دغه قوانين تر کار لاندې دي او ژر به تصويب شي.

« دغه قوانین تر کار لاندې دي. د انساني قاچاق د مخنیوي او د کډوالو د قاچاقولو د مخنیوي قوانین. حکومت په دې موضوعاتو کار کوي، هڅه کوو له قانوني پلوه د دغو ستونزو د حل لارې ومومو. هیله من یو چې زموږ هڅې به کامیابې شي. »

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير دغه راز د کورنيو بېځايه شويو د ستونزو د حل لپاره د يوې کمېټې د جوړېدو خبر هم ورکړ، چې ځينې ملي او بهرني بنسټونه يې غړي دي.

سيد حسين عالمي بلخي وايي دغې کمېټې خپل کار پيل کړى او سږکال به هم د ژمي پر مهال دغو بېځايه شويو ته د مرستې رسونې چارې تنظيمې کړي.

افغانستان هم د نړۍ د ګوتو په شمیر له یو څو هغو هیوادونو څخه دی چې زیات شمیر خلک ترې د بیلا بیلو ستونزو له کبله اروپايي هیوادونو ته پنا وړي. له افغانستان دغه پنا غوښتونکي په خطرناکو لارو اروپا ته ځانونه رسوي او یوشمیر یې په لارو کې خپل ژوند هم له لاسه ورکوی.

XS
SM
MD
LG