د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغانستان په غزني کې طالبانو شاوخوا سل تنه تښتولي دي"


د غزني نقشه
د غزني نقشه

په افغانستان کې وسله والو طالبانو نن د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سيمې شاو خوا سل تنه تښتولي چې تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم.

کابل: په افغانستان کې وسله والو طالبانو نن د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سيمې شاو خوا سل تنه تښتولي چې تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم.

چارواکي وايي، طالبان د سړک سر ته راختلي وو او له سړک څخه يې د عامو وګړو موټرونه کښته کول.

د چارواکو په وینا ، وسله وال طالبان نن سهار وختي د اندړو ولسوالۍ په خانې کلا سيمه کې سړک ته راختلي وو او د سلو په شاو خوا کې عام وګړي يې له ځان سره بېولي دي.

دوی له سړکه د عامو خلکو موټرونه کښته کول او بيا يې کليوال په هماغو موټرونو کې له ځان سره بېولي دي.

د تر لاسه شويو مالوماتو پر اساس ، طالبانو ځکه د خانې کلا خلک بېولي چې ولې يې د کورنيو غړي سيمه‌ييز پوليس شوي دي.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، دومره مالومات لري چې طالبان د سړک سر ته راختلي وو او د کليوالو موټر يې له سړکه کښته کول.

دی وايي، وروسته چې پوليس سيمې ته رسېدلي، طالبان هماغه د عامو وګړو موټرو ته ختلي او په خپله مخه تللي دي.

دېسيوال وايي، د تښتول شويو کسانو دقيق شمېره ورته نه دی مالوم.

خو په اندړو کې يوه کليوال چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، مشال راډيو ته وویل چې طالبانو د کلیوالو لس موټرونه بېولي دي.

سرچينه وايي، په موټرو کې د سلو په شاو خوا کې ځوانان او سپين ږيري سپاره وو.

د سرچينې په خبره، دغه کسان د حمزه په نامه د طالبانو يوه قومندان تښتولي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG