د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې څلور ترهګر نیول شوي


د افغانستان په هرات ولايت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د څلورو کارکوونکو د وژنې په تور څلور وسله وال طالبان نيول شوي دي.

دغه څلور کارکوونکي د دې ولايت په ګذره ولسوالۍ کې تر تښتونې وروسته وژل شوي دي.

د هرات د والي وياند احسان الله حيات د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې د دغو کارکوونکو د وژنې په تور څلور وسله وال طالبان نيول شوي او د نورو کسانو د نيولو هڅې روانې دي.

چارواکي وايي، دغه کسان تېره اوونۍ تښتول شوي وو او اغواکارو د هر سړي پر سر د هغه له کورنۍ د ٣٠ لکه افغانيو غوښتنه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG