د لاسرسي ځای

د سپټمبر ۲۳مه به هر کال د پښتون کلتور ورځ وي


د پښتو نړیوال سېمینار

د پښتو نړیوال سېمینار

د سپټمبر ۲۳مه نېټه به هر کال په پښتونخوا ، پاکستان ، افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو د کلتور ورځې په توګه لمانځل کېږي.

بارکوال میاخېل

کوټه: د سپټمبر ۲۳مه نېټه به هر کال په پښتونخوا ، پاکستان ، افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو د کلتور ورځې په توګه لمانځل کېږي.

دا پرېکړه د پښتو په هغه درې ورځني ‌نړیوال سېمینار کې وشوه چې د سپتمبر پر ١٢، ١٣ او ١٤مه په کوټه کې تر سره شو.

په دې درې ورځني سېمینار کې د لرو برو پښتنو تعليمي ، ادبي ، سياسي او ژبنۍ ستونزې وڅېړل شوې.

په دې سېمينارکې د پښتونخوا او د پاکستان د نورو ښارونو تر څنګ له افغانستان او د نړۍ له نورو هېوادونو هم ليکوال او پوهان وربلل شوي وو.

په سېمينار کې پرېکړه وشوه چې د سپتمبر٢٣مه نېټه به هرکال د پښتنو د کلتور ورځ وي او په ټوله نړۍ کې به لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG