د لاسرسي ځای

“د ټاپي ګېس پایپ لاین پروژې د پیل په اړه جدي خنډ نشته”


د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وايي د ټاپي پروژې د کار د پيل پر وړاندې کوم جدي خنډ نشته.

د ټاپي پروژې په مرسته به د ترکمنستان ګېس د افغانستان له طريقه پاکستان او هند ته انتقالېږي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند محى الدين نوري د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل، دوى هيله لري چې د دې پروژې لپاره د مشرتابه تر ټاکل کېدو وروسته به د کار د پيل پرېکړه وشي.

د ټاپي پروژې د ګېسو د پايپ لاين ډېره برخه له افغانستانه تېرېږي، چې د پروژې له پيل سره به يوازې په افغانستان کې پنځوسو زرو کسانو ته کارونه پيدا شي.

XS
SM
MD
LG