د لاسرسي ځای

د خېبر ایجنسۍ د تعلیم چارواکي وايي، د ښونځیو د نشتوالی له امله د باړې په زرګونه زده کوونکي د تعلیم له ترلاسه کولو بې برخې دي.

د خېبر ايجنسۍ د تعليم څانګې مرستيال مشر نواب ګل د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې دوی د خېبر پښتونخوا د ګورنر ځانګړې پرمختیایی پروژې او نړیوالې ادارې یونیسیف په مرسته په باړه کې د بدامنۍ او پوځي عملیاتو پر وخت په وران شوو ښونځيو کې د تعلیم لړۍ بیا پېلوي.

تعليمي چارواکي وايي په خېبر ايجنسۍ کې وسله والو په شاوخوا ۱۵۰ښونځیو کې چاودنې کړي چې په کې ۹۰ ښونځيو په مکمله توګه له مینځه تللي دي.

XS
SM
MD
LG