د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغانستان د سولې خبرې به په راتلونکو اونیو کې پیل شي"


د افغانستان د سولې شورا لوحه
د افغانستان د سولې شورا لوحه

د افغانستان د سولې عالي شورا يو غړى وايي له وسله والو طالبانو سره به د افغان حکومت د سولې خبرې په راتلونکو اوونيو کې پيل شي.

کابل: د افغانستان د سولې عالي شورا يو غړى وايي له وسله والو طالبانو سره به د افغان حکومت د سولې خبرې په راتلونکو اوونيو کې پيل شي.

د سولې عالي شورا يوه غړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي نيکولاس هايسم د څرګندونو هرکلى وکړ.

نيکولاس هايسم ویلي وو د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر د ځای ناستي پر سر اختلاف به په راتلونکو دوو اوونیو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو بیا پیل مخه و نه نیسي.

ښاغلي هایسم دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پنجشنبې ورځې په غونډه کې د افغانستان په اړه د بحث پر مهال وکړې.

د افغانستان د سولې عالي شورا غړي او د دې شورا د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر حبيب الله فوزي مشال راډیو ته وويل چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي خبرې دوى ته هيله ورکوي، چې د سولې خبرې ممکن پيل شي.

نه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، نه هم د سولې عالي شورا او نه هم د وسله والو طالبانو استازو د دغو خبرو بيا پيل ته دقيقه نېټه ټاکلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم هيله څرګنده کړې چې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ ممکن د سولې خبرې بيا پيل شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې يوې غونډې ته وويل: ”دا د افغان طالبانو کورنۍ موضوع ده چې خپلمنځني اختلافات پاي ته ورسوي او پر یوه مشر موافقه وکړي، البته موږ هیله لرو چې طالبان به له تشدده لاس اخلي او مذکراتو کې به شریک شي.“

پاکستاني چارواکي وايي دوى يوازې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرو ته اسانتيا برابروي.

له وسله والو طالبانو سره د سولې دويم پړاو مخامخ خبرې چې د پاکستان په مري سيمه کې کېدونکې وې، د جولايى مياشتې په وروستيو کې د ملا محمد عمر د مرګ د اعلان او د طالبانو په مشرتابه کې د اختلافاتو پيدا کېدو له کبله وځنډېدې.

XS
SM
MD
LG