د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۶۵۰۰۰ پاکستانيانو نومونه له سفري بندیزه واېستل شول


د پاکستان کورنیو چارو وزارت د سفري بندیزونو د لېسټ چې ورته اېګزېټ کنټرول لېسټ ویل کېږي په تګلاره کې د بدلون اعلان کړی چې د زیارت یا پنجشنبې له ورځې عملي شو.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د سفري بندیزونو د لېسټ چې ورته اېګزېټ کنټرول لېسټ ویل کېږي په تګلاره کې د بدلون اعلان کړی چې د زیارت یا پنجشنبې له ورځې عملي شو.

د چارشنبې یا شورو پر ورځ د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، د پخوا پرتله به اوس تر سفري بندیزونو لاندې خلک نه هېرول کېږي او هر کس چې نوم یې په دې لېسټ کې اچول کېږي به د دې پرېکړې پر ضد غوښتنلیک یا درخواست دایرولای شي:

((د [سفري بندیزونو نوې تګلارې] مطلب به دا نه وي چې په اي سي اېل کې د یوه کس له نوم اچولو سره به هغه هېرول کېږي. د هر کس نوم چې د سفري بندیزونو په لېسټ کې راشي هغه ته به اجازه وي چې د دې پرېکړې پر ضد اپیل وکړي. بل دا چې د سفري بندیز له یو کال پوره کېدو سره به [حکومت] د هغه کس معاملې جاج اخلي او دا به ګوري چې ایا داسې څه وجه شته چې د هغه کس نوم په لېسټ کې پاتې شي او که نه. په دې لړ کې به وروستۍ حد درې کاله وي، یانې تر درو کلو زیات به د خلکو نومونه د سفري بندیزونو په لېسټ کې نه ساتل کېږي. خو زه باید دا هم سپینه کړم چې ځېنې خلک به له دې اسانتیا او نرمۍ ګټه نشي اخیستای لکه تر بندیز لاندې ډلې یا د هغوی کارکوونکي او مشران او د نشه يي موادو نړیوال قاچاقبران – هغوی ته به له هېواده د بهر تګ اجازه نه وي. موږ چې د سفري بندیزونو لېسټ ولید نو مالومه شوه چې تر ۳۰، ۳۰ کلونو پر ځېنو خلکو بندیز لګول شوی وو.))

چودري نثار علي خان زیاته کړه، په وړو، وړو خبرو او تورونو لکه د ښځې او خاوند تر منځ د اختلاف له کبله هم ځېنې خلک تر لسیزو د سفر کولو له قانوني او انساني بنیادي حقه بې برخې ول.

اوس چې نوې تګلاره جوړه کړل شوه او د کورنیو چارو وزارت له اي سي اېل او تور لېسټه د شاوخو ۶۵۰۰۰ کسانو نومونه و ایستل نو د وړو وجوهاتو له کبله له سفري حقه بې برخې شوي خلک ایا اوس د تاوان غوښتنه کولای شي او که نه؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان سپریم کورټ وکیل اکرم شیخ وايي، خلک کولای شي چې د مقدمې په ذریعه هم له دولت یا ریاسته تاوان وغواړي او هم په ناسمو پرېکړو کولو د هغه وخت چارواکو ته سزا ورکړي:

((یو کس چې تر ۳۰ کلونو د نقل و حرکت او سفر کولو له اییني او اساسي حقه بې برخې پاتې کړل شوی وي نو هغه له حکومته تاوان غوښتای شي او د عدالت او مقدمې له لارې د اړونده ادارو او د دې کار ذمه وارو افسرانو ته سزا هم ورکولای شي.))

په پاکستان کې اکثر تر بندیز لاندې سختدریځه یا وسله والې ډلې خپل نومونه بدلوي. همداراز، خلک هم د بېلا بېلو وجوهاتو له کبله نوم بدلولای شي. نو ایا د سفري بندیزونو نوې نرمه تګلاره خو به د دې لامل نشي چې په ځېنو جرمونو ککړ کسان له دې ګټه پورته کړي؟ وکیل اکرم شیخ وايي، دا ځکه ممکن کار نه دی چې د پاکستان په قانون کې د خپل اصلي تشخص بدلول ناقانونه کار دی:

((که زه خپل نوم له اکرم شیخه بدل کړم نو زه د خپل شخصیت بدلولو په جرم تورن کېدای شم. د پاکستان د مجازاتو قانون له ۱۷۱مې دفعې یا مادې تر مخه د خپل تشخص بدلول جرم دی. څنګه چې دا کار په انګلستان کې جرم دی، دلته هم دی. که یو مشکوک کس یا په جرم تورن کس دا کار کوي او حکومت ورباندې پوه شي یا یو بل کس ورباندې پوه شي نو هغوی عدالت ته تللای شي، مقدمه ورباندې کولای شي چې دا سړی خو پرون علم دين وو او نن فضل دین شوی دی.))

اکرم شیخ زیاتوي، د پاکستان او انګلستان په قوانینو کې یوه بله ماده د یوه سازمان یا تنظیم یا یوه کس اصلیت او حقیقت ښکاره کولو هم دی چې ورته د پردې لرې کولو قانون وايي. یانې حکومت یا خلک حق لري چې عدالت ته ولاړ شي او د یوه کس یا سازمان د اصلي حقیقت ښکاره کولو غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG