د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال دوی سره کیدونکې مرستې کمې بولي


د خوست په ګلان کېمپ کې یو شمېر میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی سره د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت مرستې د پخوا په پرتله لږې شوي او په دې مرستو د دوی د کورنیو اړتیاوې نه پوره کیږي.

د خوست په ګلان کېمپ کې یو شمېر میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی سره د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت مرستې د پخوا په پرتله لږې شوي او په دې مرستو د دوی د کورنیو اړتیاوې نه پوره کیږي.

دوی د مرستو په ویش کې هم د ځنو بې عدالتیو خبره کوي او وايي، چې یو شمېر کورنیو ته هیڅ شی نه ورکول کیږي، خو ځنو مالکانو بیا ځانونو ته لس، لس پارچې جوړې کړي او د څو، څو کورنیو حقوق ترلاسه کوي.

نن د جمعې پر ورځ د ګلان په کېمپ کې دوه تنو اوسیدونکو کډوالو مشال ته وویل، چې د پخوا په پرتله ورسره مرستې کمې شوي او زیاتوي، چې د مرستو په وېش کې هم له پيژندګلوی او واسطې پرته ټولو ته په یو ډول حقوق او امتیازات نه ورکول کیږي.

یو بل تن وزیرستانی ژڼکی کډوالو ته د مرستو په وېش کې د بې عدالتۍ خبره کوي:

((اصیل الدین نومیږم د ډنډې کلي اوسیدونکی یم، په خدای قسم چې زه داسې غریب او یتم لرم، چې تر اوسه په ټټ کې پروت دی او داسې ملکان هم شته، چې ځانونو ته يې لس، لس پارچې جوړې کړې دي او داسې کورنۍ هم شته، چې که څوک مې له دې کېمپه باسي بیايې هم وایم، چې څوک ورته هېڅ حق نه ورکوي.))

د عبدالله په نوم د بنو یو تن اوسیدونکی له رسنیو غواړي، چې کډوالو سره د مرستو د کمولو په اړه د دوی انديښنه او غوښتنه افغان حکومت او نړیوالو ته ورسوي.

د مهاجرینو چارو ریاست یو تن مسوول اجمل راز د مرستو د اندازې کمیدل او ځنو کډوالو سره د مرستو د نه کولو ستونزه مني.

دی وايي، چې یونیسیار سره په دې اړه په اړیکه کې دي او په ډېر نږدې راتلونکې کې به له سروې وروسته پاتو کډوالو سره هم د مرستو لړۍ پیل کړي، چې په دې توګه به په بنیادي ډول دا ستونزه حل شي:

((موږ په ګلان کېمپ کې تر دیرشو زرو ډېر کډوال لرو، چې د ځنو ستونزې پر ځای دی او په رښتیا چې یو شمېر يې له راجسټریشن نه پاتې شوې دي، همدا اوس مو د یونیسیار له چارواکو سره په تماس کې یو، هغوی د بایمیټریک راجسټریشن لري، نو انشالله په راتلونکې کې به هغه کورنۍ چې د راجسټریشن نه پاتې شوي دي، د مرستو د ترلاسه کولو له پاره سروې شي او دا ستونزه به له یوې مخې ورکه شي.))

مدني فعال یوسف انتظار وايي، چې افغان حکومت او د کډوالو په برخه کې نړیوالې ادارې دنده لري، تر څو هغه حقوق او امتیازات چې په نړیواله کچه بې ځایه شویو کورنیو او کډوالو ته ورکول کیږي، په خوست کې یې میشتو متاثرینو ته هم برابر کړي.

بل لوري ته د خوست د ولایتي شورا رئیس امیرالله زړه سواند د رسمي ادارو تر څنګ د خوست له خلکو هم غوښتنه وکړه، چې له وزیرستانیو بې ځایه شویو سره د میلمنو په شان چلند وکړي او تر وسه ورسره مرستې وکړي، تر څو د بیرته ستنیدو پر مهال د خوست د خلکو د میلمه پالنې او غوره چلند څخه ښې خاطرې له ځانه سره ولري.

د خوست د ولایتي شورا رئیس د مرستو د کمولو په اړه وویل، چې د کډوالو د راتګ په اوله مرحله کې افغان حکومت او په دې هېواد کې میشتو مرستندویه اداره یوه اندازه توکي درلودل، خو اوس د اولې مرحلې په اندازه د مرستو ذخیرې نه لري، خو د شته مرستو وېش به په منظمه توګه دوام پیدا کړي.

یاده دې وي، چې په اوس وخت کې د شمالي وزیرستان خواوشا دونیم لکه کډوال په خوست کې مشت دي، یاد کډوال هغه مهال خوست او یو شمېر هم پکتیکا ته ورغلل، چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په پراخه کچه پوځي عملیات پیل کړل.

XS
SM
MD
LG