د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نېکولاس هېسم وايي، د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر د ځای ناستي پر سر اختلاف به په ((راتلونکو دوو اوونیو)) کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو بیا پیل مخه و نه نیسي.
دا خبره نوموړي بېګا د ملګرو ملتونو امنیت په شورا کې تر څرګندونو وروسته خبریالانو ته وکړه. ده د امنیت شورا ته وویل، د افغانستان ثبات لوري ته اقدامات له پامه نشي غورځول کېدای.
هېسم وویل، د سولې خبرې ځکه ځنډېدلې دي چې د طالبانو مشر معامله لا نه ده هواره شوې.
د جولای په میاشت کې د امریکا او چین استازو په پاکستان کې د سولې خبرو لومړی پړاو وڅاره. هېسم وویل، د امریکا او چین بهرنیو چارو وزیران به د سېپټېمبر پر ۲۶مه د ملګرو ملتونو په نړیواله غونډه کې د افغانستان په اړه غونډې ګډه مشري وکړي.