د لاسرسي ځای

امریکا له روسیې سره د شام په اړه خبرې کوي


امریکا ویلي په شام کې د اسلامي دولت ډلې وسله والو پر ضد په پوځي اقداماتو کې د همکارۍ لپاره له روسیې سره ((ټاکټیکي او عملي)) خبرو ته چمتو ده.

خو واشنګټن دا ټینګار هم کوي چې روسیه دې د شامي ولسمشر بشار الاسد حکومت د ملاتړ هڅه نه کوي. دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ تېر ماښام پر داسې مهال وکړې چې روسیې یو ځل بیا پر امریکايي حکومت ټینګار وکړ چې د اسلامي دولت ډلې وسله والو پر ضد جنګېدو لپاره دې د اسد له حکومت سره کار وکړي.

روسیه چې د اسد نېږدې ملګری هېواد دی، د غربي شام له لاذقيې سره نېږدې په هوايي اډه کې یې یو لوی پوځي ځواک جوړ کړی چې پکې ټانکونه، درنه وسله، الوتکې ویشتونکي توغندي او ګڼ توپونه شامل دي.

دې وسلو امریکا اندېښمنه کړې ده چې مسکو د اسلامي دولت ډلې وسله والو ماتولو پر ځای د اسد رژیم ملاتړ په موخه دا کار کړی.

XS
SM
MD
LG