د لاسرسي ځای

د کروېشیا کورنیو چارو وزارت بېګا ناوخته اعلان وکړ چې له سربیا سره هغه هېواد ته په تلونکو اتو سرحدي لارو کې اووه ((تر بل حکم یا اعلانه)) تړي.

د کروېشیا کورنیو چارو وزارت بېګا ناوخته اعلان وکړ چې له سربیا سره هغه هېواد ته په تلونکو اتو سرحدي لارو کې اووه ((تر بل حکم یا اعلانه)) تړي.

کروېشیا دا ګام تر هغې وروسته اخیستې چې ګڼ کډوال هېواد ته ورغلل. د کورنیو چارو وزارت وايي، په هېواد کې پوځ هم تیار کړل شوی دی چې د چارشنبې یا شورو له ورځې راهیسې له سربیا ورغلیو څه د پاسه ۱۱۰۰۰ کډوالو چارې پر مخ یوسي.

کډوالو هغه مهال کروېشیا ته ورتګ پیل کړ چې روانه اوونۍ هنګري له سربیا سره خپله پوله وتړله او اروپايي ټولنې ته تلونکې هغه مهمه لار یې بنده کړه چې سږکال له دوه لکه څخه زیاتو کډوالو کارولې وه.

په کډوالو کې زیاتره د منځني ختیځ او افغانستان له تاوتریخوالي تښتېدلي دي.

کروېشیا ویلي، خلکو ته به د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د تګ اجازه ورکوي. په عین وخت کې سلووېنیا اعلان وکړ چې له کروېشیا هغه هېواد ته ورغلی یو اورګاډی یې درولی چې پکې کډوال سپاره ول.

سلووېنیا دا هم وویل چې شاوخوا ۱۵۰ کسان به کروېشیا ته ستنوي ځکه چې سفري کاغذونه یا اسناد نه لري.

XS
SM
MD
LG