د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۵۰۰۰۰ پاکستانيانو نومونه له سفري بندیزه واېستل شول


د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزير د چارشنبې پر ورځ ویلي دي چې حکومت بهر ته سفر کولو د بنديز له فهرسته د پنځو زرو کسانو نومونه لري کړي دي.

چوهدري نثار علی خان په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال وويل چې د نوې ایګزیکټ کنټرول لسټ پالیسې تر لاندې به د یو تن نوم د درې کالو مودېزیات په فهرست کې نه ساتل کېږي.

ده وویل چې د چا نوم په دې لسټ کې اچول کېږي هغې ته به د دې خلاف د اپیل کولو حق هم ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه چې ناقانونه ګرځول شوي تنظیمونو غړي، سمګلرانو او د هېواد خلاف جاسوسي کوونکې عناصرو ته به له ملک بهر ته د تلو اجازت نه وي او د دې نومونو به په لسټ کې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG