د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان حکومت دې د یوټیوب وازولو لپاره قانونسازي وکړي'


په اسلام آباد کې د نهې په ماښام د سېنېټر شاهي سید په مشرۍ کې د انفارمیشن ټیکنالوجۍ او ټیلي کمونیکشن لپاره د قايمه کمیټۍ غونډه وشوه

د انفارمیشن ټیګنالوجۍ او ټیلي کمیونیکشن لپاره د سینیټ قايمه کمیټۍ وفاقي حکومت ته ویلي دي چې په پاکستان کې د یوټیوب ویب سايټ د خلاصولو لپاره دې په فوري توګه قانون سازي وکړي چې دا رنګ ‌طالب علمان ، اوستاذان او نورو خلک ترې ګټه پورته کړي ځکه د ټیکنالوجئ په دې دور کې ځوانان له دې محرومه ساتل زیاتی دی.

اسلام آباد کې د نهې په ماښام د سنیټر شاهي سید په مشرئ کې د انفارمیشن ټیکنالوجي او ټیلي کمونیکشن لپاره د قايمه کمیټئ غونډه وشوه

چې پکې یې له وفاقي حکومت غوښتنه وکړه چې له دریو کالو راهسې په پاکستان کې یوټیوب نومې ویب پاڼه بنده پرته ده او د عدلې د حکم او د پارلیمان د قردادونو روستو هم خلاصه نکړې شوه

له مشال راډیو سره خبرو کې د یادې کمیټئ یو غړي سینیټر عثمان سیف الله خان بنګش وویل چې ګوګل پاکستان ته ویلي دي چې د یوټیوب د خلاصولو لپاره به لمړې قانون سازي کوي نو هله به ورته دوي یوټیوب خلاصوي

نو په غونډه کې دوي حکومت ته وویل چې زر تر زر دې قانون سازي وکړي

عثمان سیف الله خان بنګش په دې لړ کې زیاته کړه ((( نن هم یوټیوب خلاصیدی شي د پروکسي سرور په زریعه نو دا خو بیا یو قسم منافقت دی چې موږ ئي په دې لار خلاصوو

او بل طرفته حکومت وائي چې موږ دا بلاک کړیدی نو دا د ولس سره یوه ډرامه ده

نو موږ ورته وویل چې زر تر زره دې قانون سازي وکړي چې یوټیوب خلاص شي

اوس که موږ وګورو نو په دبئ ، سعودي عرب و ترکي ، ملایشیا او انډونیشیا کې چې یوټیوب خلاص دی نو دلته ولې نه خلاصیږي ؟؟

موږ ورته وویل چې داسې انتظام وکړي چې د اسلام ضد مواد پکې بیا خپاره نشي )))

کله چې مشال راډیو د قایمه کمیټئ په دې غوښتنه د انټرنیټ د چارو یو تجزیه کار عاصم ظفر نه وپوښتل نو هغه وویل (( په یوټیوب لګیدلې بندیز ختمول پکار دي او یو ټیوب ته دې د خلکیو رسائي ورکړل شي

پاکستان کې له دې سربیره نورې هم مسلې دي نو د يو وړوکي ویب سایټ نه مسله جوړول او په هغې بیا په پارلیمان کې بحث کیږي نو باید چې دا مسله په فوري توګه ختمه کړې شي او د پاکستان نورو مسلو اړخته پام لرنه ورکړل شي )))

د ده په ترڅ کې یو بل لیکوال او د قانوني چارو تجزیه کار اکبر هوتي مشال راډیو ته وویل پکار ده چې د یوټیوب د خلاصولو لمړې حکومت په دې کې د خپریدنکیو موادو د سنسر کیدو بندوبس وکړي

نوموړي زیاته کړه ((( زه پخپله په دې حق کې یم چې یوټیوب خلاص کړې شي ځکه چې زده کونکیو او نورو خلکیو ته د دې ضرورت دی ځکه چې له دې تعلیمي ضروریات پوره کیږي کاروباري ضروریات پوره کیږي خو د دې لپاره داسې انتظام پکار دی چې پکې د دې ویب پاڼې څار کولې شي او راتلونکې داسې ونه شي چې د یو مذهب سپکاوې وشي نو حکومت چې دا بندوبس وکړي او بیا دا یو ټیوب خلاص کړي نو دا به په دې ولس لوئي احسان وي )))

یاده دې وي چې په تیر دور حکومت کې د هغه وخت وزیراعظم راجه پرویز اشرف دکال ۲۰۱۲ د ستمبر په میاشت کې د پیغمبر اسلام په سپکاوي کې د جوړ شوي فلم په خپریدو باندې په یوټیوب بندیز لګولې وو

XS
SM
MD
LG