د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو پیلولو هڅې کوو''


د پاکستان وزیراعظم د قومي سلامتیا او خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز
د پاکستان وزیراعظم د قومي سلامتیا او خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز

سرتاج عزیز وویل چې د ملا عمر مړینې له وجې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمینځه مذاکرات د ځنډ ښکار شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار د نهې پر ورځ په سېنېټ کې ویلي دي چې افغانستان کې امن عمل لپاره د افغانستان حکومت او طالبانو ترمینځه د مذاکراتو بحالۍ لپاره یې د ملک کوششونه روان دي.

سینیټ ته د پاکستان د وزیراعظم د قومي سلامتیا او خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز وویل چې د ملا عمر مړینې له وجې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمینځه مذاکرات د ځنډ ښکار شوي دي.

سرتاج عزیز یو وارې بیا په کلکه د طالبانو پخواني مشر ملا عمر په پاکستان کې د مړینې تردید کړې دې او ویلې دي چې د ملا عمر مشر زوې خپله په افغانستان کې د خپل پلار د مرګ تصدیق کړې دې او د هغه مشر زوې ملا یعقوب ویلې دي چې پلار یې د ټي بي او د زیړې ناروغې له وجې افغانستان کې مړ شوې دې او هغه کله هم د افغانستان نه بهر نه دې تللې.

یاده دې وي چې د جولایې په میاشت کې افغانستان کې د امن عمل لپاره روان مزاکراتو نه د افغانستان طالبانو ځان بیل کړې وو.

دا دې هم یاده وي چې د جولایې په میاشت د پاکستان په مري ښار کې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمینځه مزاکرات شوې وو چې پکې د امریکې او د چین نمایندګان هم شامل وو.

د مزاکراتو بل دور چې د جولایې په دیرشم تاریخ کیدو ، د ملا عمر د مړینې د خبرونو او افغان طالبانو ترمینځه د اختلافاتو له وجې دا مزاکرات د ځنډ ښکار شوې وو.

افغان حکومت او طالبانو ترمینځه مزاکراتو په اړه د افغان امورو ماهر او خبریال طاهر خان وایې چې د دې لپاره سفارتي کوششونه هم شروع شوې دې او د دې هدف هم دا ده چې دا خبرې یو وارې بیا شروع شي.

خبریال طاهر خان په وینا چې حالات اوس لږ ښه شوې دې ځکه چې طالبان مخکې خپل مینځي اختلافاتو په لرې کولو کې مصروفه وو.

دې زیاتوي،، اوس یو ښه ماحول جوړ شوې دې ځکه چې د امریکه خصوصي استازي پرون په اسلام اباد کې دا خبره کوله چې په کابل او اسلام اباد کې ده کومې خبرې کړې دې نو د دواړو غاړو اوس دا نظر دې چې د سولې دا عمل یو وارې بیا بحال شي، نو سرتاج عزیز چې کومه خبره کړې ده په دې بنیاد یې کړې ده . پاکستان دا خبرې شروع کړې وې او پاکستان دا خپله اخلاقي زمه واري ګڼي چې کومې د افغانستان اندیښنې دې هغه هم پام کې اونیسي او د خبرو په شروع کولو کې خپل کردار یو وارې بیا ادا کړې،،

پاکستان لخوا د مزاکراتو کوششونو په اړه د افغان امورو کار پوه او خبریال رحیم یوسفزې وایې چې دې مزاکراتو لپاره هلې ځلې خو کیږي خو د دې بیا بحالې لپاره د پاکستان نه توقعات زیات شوې دي.

د ده په وینا پاکستان به غواړي چې په هر حال کې دا مزاکرات شروع شي.

،، د افغان طالبانو په تحریک کې ځنې کسان داسي شته چې هغې ملا منصور خپل مشر نه مني نو دا خبره چې ترڅو نوي هواره شوې نو زه فکر کوم چې مزاکرات په صحیح ماحول کې او په صحیح طریقه نه شې کیدلې. که ملا منصور په رو رو مضبوطیږي او د هغه مشري د ملا عمر کورنې مني نو بیا به هغه یو مضبوط پوزیشن کې وي او بیا به غټې غټې او مهمې فیصلې کولې شي او دا ډیره مهمه فیصله ده چې طالبان مزاکرات کول غواړي او که نه؟ ،،

واضحه دې وي چې پاکستان او افغانستان ترمینځه په تعلقاتو کې هم تاو تریخوالې راغلې وو خو د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف مشیر سرتاج عزیز کابل ته د دورې نه پس ویلې وو چې دواړه ملکونه د اعتماد په بحالې رضا شوې دي او په دې هم چې د یو مثبت ماحول لپاره د تورونو سلسله بندول پکار ده.

XS
SM
MD
LG