د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د داعش له وجې ګڼ شمير خلک بې کوره شوي


د ننګرهار اچين ولسوالۍ د يو شمير کلیو خلک وايي چې د داعش وسله والې ډلې له خپلو کورونو په زوره را ایستلي او په بیلابيلو سیمو کې تر شنه اسمان لاندې په کڼدوالو کې شپې ورځې تيروي.

د ننګرهار اچين ولسوالۍ د يو شمير کلیو خلک وايي چې د داعش وسله والې ډلې له خپلو کورونو په زوره را ایستلي او په بیلابيلو سیمو کې تر شنه اسمان لاندې په کڼدوالو کې شپې ورځې تيروي.

دغه کډوال چې ګڼ شمير يې د اچین ولسوالۍ د ودانۍ شاو خوا په کندوالو کې ځای په ځای شوي، د داعش وسله والې ډلې له ظلمونو څخه شکايت کوي، دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( د افغانستان د ۳۴ ولایتونو لار زموږ په سيمه تيره شوې، ترانزیټي لار هم ده. له پاکستان نه دلته مالونه راځي او له دلته نه هلته مالونه ځي، دا لار به موږ تر دایمه پورې بندوو، که دولت زموږ غم وخوړ ښه ښه خبره ده کنه دا توره لاره به موږ بندوو، نو دولت به مجبور شي دلته به راشي او زموږ غم به وخوري.))

(( زما د شینوارو غم حکومت نه دی کړی. دې ولسوال صیب ته معلومه ده چې زموږ بچي په دې شګو کې هم څوک نه پريږدي.))

يوه سپين سرې مرمن وايي چې وسله وال يې په کورونو راواښتل او له ډکو کورونو يې محروم کړل.

(( ښځې ورسره نه وې، لنډه غر بس دغه کافر راغلل، کورونه يې زموږ وسيزل، کاسې يې زموږ ورکې کړې، مالونه يې زموږ ورک کړل، تر دې چې سپي او چرګان يې هم زموږ ورک کړل.))

د اچين ولسوال محمد غالب مجاهد هم دا وايي چې د دغه ولسوالۍ اکثره سيمې د داعش او طالبانو په لاس کې دي خو په زغرده وايي چې دولت يې د مقابلې توان لري.

(( دا غرنۍ سیمه چې مالوميږي، دا د پيښې سیمه ده. دا د غره په خوا کې چې کومې پوستې معلوميږي، دا د داعش پوستې دي. دې خوا کليو ولس کې امارات ګرخي، خو دواړه ډلې دلته حاکمې دي، موږ کولای شوو چې دې خلکو ته ماتې ورکړو، موږ ورته تصمیم لرو چې دوی سره مقابله وکړو او د دې غرونو دا خلک وشړو.))

یاده دې وي چې د شينوارو په اکثرو ولسواليو کې د تيرو دوه میاشتو راهيسې د داعش او طالبانو تر منځ په نښتو کې ولسي وګړي زیانمن شوي او له خپلو کورونو څخه بې دخله شوي دي.

XS
SM
MD
LG