د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بره دیر کې ضمني انتخابات دوام لري


د خيبر پښتونخوا د بر دير پر یوې صوبايي حلقه پی کې ۹۳ باندې ضمني انتخابات دوام لري.

دا حلقه له جماعت اسلامي سره د تعلق لرونکي صوبايي اسمبلۍ غړي ملک بهرام خان د تعليمي اسنادو د جعلي ثابتېدو وروسته خالي ګرځول شوې وه.

د چارواکو په خبره په دې حلقه کې د انتخاباتو په ټولو ۱۲۰ مرکزونو کی ۷۱ ډېر حساس او ۱۸ حساس ګرځول شویدي او په دې لړ کې ټينګ امنيتي ګامونه پورته کړل شوي دي.

د بر دیر د پوليسو مشر اسرارالدین نن مشال راډيو ته وویل چی د ووټونو اچولو لړۍ د سهار له اتو بجو پېل شوې چې د مازيګر تر پنځو بجو پورې به دوام ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG