د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی


د جنوبي وزير ستان په واڼه کې په يوه بمي چاودنه کې د مليشې يو سرتېری وژل شوی او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د سيمې اوسېدونکې او استخباراتي چارواکي د پيښې پخلی کوي او زياتوي چې پېښه نن سهار وختې د ښخ شوي بم چاودېدو له کبله رامنځ ته شوه.

په چاودنه کې د څارنې او پوځي قافلو د ژغورنې موټر په نښه شو چې پکې ناست د جنوبي وزيرستان د ملېشې يو سرتېری ووژل شو او پنځه نور ژوبل شول.

د پيښې پړه د تحريک طالبان پاکستان ګوښه شوې ډلې مجلس عسکري په غاړه اخيستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG