د لاسرسي ځای

په کندهار کې د ښځینه زندان یوه نوې ودانۍ پرانیستل شوه


د کندهار په مرکزي زندان کې د ښځینه مجرمینو لپاره نوې ودانۍ پرانیستل شوه.

د کندهار امنیه قوماندانۍ یوه چارواکي رحمت الله اطرافي د دوشنبې پر ورځ راډیو ته وویل چې نوې ودانۍ لږ تر لږه ۴۰ تنو ته ځای ورکولای شي.

ښاغلي اطرافي څرګنده کړه چې په نوې ودانۍ کې به ښځینه مجرمینو ته د لیک لوست زمینه برابره شي او له نارینه زنداینانو به بیلې، په اسلامي شرایطو برابر ژوند وکړي.

د کندهار لوي محبس د ۶۰۰تنو لپاره جوړ شوي خو اوس مهال لږ تر لږه ۹۰۰ تنه په کې ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG