د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني افغان پناه غوښتونکو ته د تابیعت پېژندپاڼې ورکوي


د افغانستان په شمال کې د جرمني ډیپلوماټیک چارواکي وايي چې جرمني یوازې ۳۰ سلنه افغان پناه غوښتونکو ته د تابیعت پېژند پاڼې ورکوي.

په شمال زون کې د جرمني د سر قونسل مرستیال الکساندر فیرلي وايي چې یوازي ۳۰ سلنه افغان پناه غوښتنکو ته به هغه شرایط برابر کړي چې وکولای شي د جرمني تابعیت ترلاسه کړي.

دغه جرمني ډیپلوماټ چې په بلخ ولایت کې یې له یو شمېرخبریالانو سره په ګډه ناسته کې خبرې کولې، زیاته کړه چې جرمني ټولو هغه افغان پناه غوښتونکو ته ښه راغلاست وايي، چې په حقیقت سره یې ژوند تر تهدید لاندې وي.

هغه وویل، هغه پناه غوښتنکي چې اسنادونه یې جعلي وي او یا هم په غیرقانوني ډول جرمني ته راغلي وي، درې میاشتې وخت به ورکړي چې هېواد پریږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG