د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:یوې قومي جرګې د ښځو د مهر د کمولو پریکړه وکړه


د دوشنبې پر ورځ د خوست د تڼيو ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو په یاده سیمه کې د ښځو د مهر د کمولو او په دښمنیو کې د ښځو د نه ورکولو پریکړه وکړه.

د دوشنبې پر ورځ د خوست د تڼيو ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو په یاده سیمه کې د ښځو د مهر د کمولو او په دښمنیو کې د ښځو د نه ورکولو پریکړه وکړه.

قومي مشرانو او دیني عالمانو ټېنګار وکړ، که چیرې د دې قومي ناستې له پریکړې کوم کس سرغړونه وکړي، نو د سرغړونکې کورنۍ په خوښیو او خفګانونو کې به برخه نه اخلي او د هغو سره به په ډله ییزه توګه د اړیکو پالل پرېکوي.

د حکیم ولي جنګي خېل په نوم د تڼیو یو تن قومي مشر د دې قومي پریکړې د اړتیا په تړاو مشال راډیو ته وویل، چې د مهر د ډېروالي له کبله نجونې له ودولو پاتې دي او بې وسه ځوانان نه شي کولای، چې ځانونو ته نجونې واده کړي.

ده د دې قومي پریکړې د عملي کیدو د امکاناتو په اړه وویل، چې دا پریکړه تر ډېر بحث او خبرو اترو وروسته د ولس، قومي مخورو او دیني عالمانو له لوري په ګډه ترسره شوې او ټول يې پلي کیدو ته ژمن دي:

((دا د تڼیو د خلکو غوښتنه وه، چې د ښځو ودول په ټپه ودریدل، هغه ځوانان چې بې پیسو دي، هغه بې ښځو ګرځي، دې له پاره عالمانو، مشرانو ولسوال او نورو دا پریکړه وکړه، چې داسې نرخ به وتړي، چې هر چا وس ورته ورسیږي، درې لکه افغانۍ او درې تولې سره زر نرخ شو، نو د ماما ګانو او ترونو یا په نورو نومونو پیسې نشته.))

د حنیف الله په نوم د تڼیو ولسوالۍ د قومي شورا غړی وايي، چې د دوی په سیمه کې د ښځو ولور ډېر لوړ وو، له دې سربیره د هغو کسانو د مجازاتو له پاره مو هم پریکړه وکړه، چې وسلوالې غلاوې کوي او خلکو ته ستونزې جوړوي.

د تڼیو ولسوال زمري حقمل وویل، چې دوی په دې اړه د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځايي چارواکو سره مشورې کړي او د دوی ټولو ملاتړ يې ترلاسه کړی دی.

د تڼیو ولسوال وړاندې وویل، چې د دې قومي پریکړو په تطبیق کې که د حکومت مرستې ته اړتیا پيښه شي، نو دوی به بې له ځنډه کمک ته ورودانګي.

دا قومي پریکړې د یو تن دیني عالم مولوي میر عالم خان له خوا د جرګې ګډونوالو ته واورول شوې.

په پریکړه کې د مهر کموالی، د وسلوالو غلو د جنازو نه کول، په دښمنیو کې د ښځو د نه ورکولو مسلې شاملې دي:

((د پریکړې اوله ماده مو د ښځو مهر درې لکه افغانۍ او درې تولې سره زر دي له دې سربیره د ماما ګانو او کاکا ګانو په نوم پيسې نشته، د مړي په نیکه کې د جینو ورکول منع دي او دا غیر شرعي عمل دی.))

د یادونې وړ ده، په خوست کې خواوشا څلور لسیزې وړاندې د یادې سیمې یو مشهور مذهبي شخصیت حضرت مقتدا صیب د ښځو مهر ټاکلی وو، چې د مهاجرت په څو کالونو کې هم خوستوالو په هغې عمل کاوه، که څه هم په خوست کې دا مهال په دښمنو یا نیکه کې د ښځو ورکول کم شوي خو بل لوري ته د ښځو د مهر ډیروالي په دې سیمه کې یو شمېر ټولنیزې او فامیلي ستونزې پیدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG