د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د تڼیو او ګربزو ښوونځي په دریمه ورځ هم بند ول


خوست: د استادانو احتجاجي غونډه
خوست: د استادانو احتجاجي غونډه

د نور هان الدین جدي په نوم د تڼیو د لغوړي پیرانو د ښوونځي سرښوونکی وايي، چې دوی ښوونځي ځکه تړلي، چې د حکومت چارواکي خپلې بې غورۍ ته متوجه شي.

د خوست ولایت د تڼیو او ګربزو ولسوالیو ښوونکو له دریو ورځو راهیسې کاري
اعتصاب کړی او په یادو ولسوالیو کې يې ټول ۷۰ بابه ښوونځي چې تر څلویښتو
زرو ډېر زده کوونکي په کې زده کړې کوي، په درېیمه ورځ هم تړلي دي.
د یادو ولسوالیو ښوونکي وايي، چې تقریباً نهه کاله وړاندې دوی له پاره د
سرپناه په خاطر د پوهنې ریاست د چارواکو له لوري په یوه غصب شوې ځمکه کې
۲۵۰ نمرې ویشل شوي، خو له هغه وخته تر اوسه له غصب څخه د دې سیمې د
خلاصولو له پاره جدي اقدام نه دی شوی.


د هدایت الله مسود په نوم د یادو ښوونکو استازي د تڼیو ولسوالۍ د دره ګي
لیسې په انګړ کې مشال راډیو سره په خبرو کې د دواړو ولسوالیو او ولایت د
پوهنې مسوولین په بې کفایتۍ تورن کړل او زیاته يې کړه، هغوی نه دي
توانیدلي چې ښوونکو ته د سرپنا لپاره ویشل شوې ځمکې وسپاري:


((تاسو په خپله جریان ولیده، د ګربزو او تڼیو ولسوالیو د پوهنې امرین د
پوهنې ریاست تر چارواکو بې کفایته دي، که دوی بې کفایته نه وای او پروژه
په خپل وخت تطبیق شوي وای، نو دا درې ورځې اعتصاب چې د دې پروژې تر تخلیې
او توزیع پورې وغځیږي، مسوولیت اوس هم د دوی دی او په راتلونکې کې به هم
د دوی وي.))


د شادعلي مسلمیار په نوم یو تن معترض ښوونکی وايي، چې د اعتصاب موخه يې
دا ده، چې دوی ته په تېرو نهو کالونو کې په نښه شوي نمرې نه دي ویشل شوي.
دی وايي، که چیرې د حکومت په عمل او خبره کې یو شان والۍ موجود وي، نو
باید په خپلو ژمن عمل وکړي.


د نور هان الدین جدي په نوم د تڼیو د لغوړي پیرانو د ښوونځي سرښوونکی
وايي، چې دوی ښوونځي ځکه تړلي، چې د حکومت چارواکي خپلې بې غورۍ ته متوجه شي.


د ګربزو د ولسوالۍ یو بل تن ښوونکی هم په کلکه د خپلو حقوقو د ترلاسه
کولو غوښتنه کوي:


((بهرام شهزاده حیدرزوی د ګربزو د شیخامیر لیسې ښوونکی، موږ تر هغې تدریس
نه کوو، تر څو چې موږ ته خپل حقوق راکړل شي، په ټولو ارګانونو کې
کارکوونکو ته خپل حقوق ورکړل شوي دي، خو استادان چې په یو عالم ستونزو کې
ایسار پاتې شوې دي، دوی ته نه دي ورکړل شوي، موږ د چا پر خق تجاوز نه کوو
او بل چاته هم د تجاوز اجازه نه ورکوو.))


بلخوا د خوست د پوهنې ریاست چارواکي د ګربزو او تڼیو ولسوالیو د اعتصاب
کوونکو ښوونکو دا ادعا، چې هغوی ته د نمرو په ویش کې نهه کاله ځنډ شوی پر
ځای بولي او زیاتوي، چې یادې ادارې په دې برخه کې خپل اجراات کړي دي.
د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مطیع الله فضلي مشال راډیو ته وویل، چې د
سیګۍ په سیمه کې د معارف د ۱۲۰ جریبه ځمکې د غصب په اړه يې رسماً د وزارت
مقام، ولایت، امنیتي ادارو او نورو مسوولو مراجعو ته اطلاع ورکړې، خو په
دې اړه عملي اقدامات نه دي شوي.


ده وویل، که څه هم امنیتي ادارو ورسره ژمنه کړې، چې د جوارو د فصل له
ریبلو وروسته به د یادې غصب شوې ځمکې خلاصولو ته اقدام کوي، خو په تېرو
کالونو کې دوامدارو ژمنو ښوونکي په یاده اداره او امنیتي ارګانونو بې
باوره کړي دي.


اعتصاب کوونکو د رسنیو استازو ته په زغرده وویل، چې د دواړو ولسوالیو د
پوهنې د امرینو د لیرې کولو او دوی ته د ورکړل شویو ځمکو تر ویشلو به خپل
کار بندیز روان وساتي او د دواړو ولسوالیو اویا ښوونځي چې خواوشاه څلويښت
زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي د زده کوونکو پر مخ تړلي وساتي.
د پوهنې ریاست چارواکو په دې اړه چې ښوونځي به ترکومه تړلي وي، یوازې
دومره وویل، چې د ولایت مقام له لوري د ولایتي شورا په ګډون یو هیات د دې
مسلې د بررسۍ او څیړنې له پاره ګمارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG