د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د راج کپور کور په پرېوتو دی


پېښور کې د راج کپور کور په پرېوتو دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:18 0:00

د پېښور له قیصه خوانۍ بازار سره نزدې ډکي منورشاه کوڅه کې د راج کپور حوېلۍ د چپه کېدو په حال کې ده. د دغه کور په باب ویل کېږي چې د هندي فلمونو د کپور خاندان مشر او فلمي ستورۍ راج کپور نیکه بشیس وارنت کپور دغه کور په نولس سوه دوه ویشتم ۱۹۲۲ کال کې جوړ کړی و او بیا راج کپور هم په دغه کور کې په نولس سوه څلورویشتم ۱۹۲۴ کال کې زیږېدلی و. دغه کور له ډېرې مودې راهیسې شاړ او بند پروت دی او ځايي خلک وايي چې دغه تاریخي کور دې قامي ورثه وګرځول شي او په خپل مخکینۍ بڼه کې دې بیا ورغول شي ځکه چې دغه کور د پرېوتو خطره ده. د مشال خبریال خالد خان دغه کور ته ورغلی دی او دا ویډيو راپور یې رالیږلی دی.

XS
SM
MD
LG