د لاسرسي ځای

د بلوچستان په کوټه کېد ښنبې له ورځې جاري د پښتو نړیوال۳ ورځنی سیمینار په داسې حال کې روان دی چې پکېپښتو او پښتنو ته ورپېښې بېلا بېلې ستونزې تر بحث لاندې راوړل شوېدي او په دې کېپه مختصره توګه د پښتو لیک دود مسلې یادونه هم شامیله ده. زموږ همکار،نیازموساخېل پر دغې مهمې نکتې په سیمینار کې برخه لرونکي د پښتو منلو لیکوالانو او څېړونکو سره تفصیلي خبرې کړې او په دغه اړه یې د دويتفصیلي نظر په دغه رپورټ کې را اخیستی دی.

د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې اُستاد او د پښتو ژبې شاعر او لیکوال، ډاکټر جاوید اقبال فکر کوي چې پښتانه لا هم پر لیکدود بشپړه اتفاق ته نه دې رسېدلي:

«نه، پر لیکدود باندې لا هم موږ سره یو نه یو. په دغه اړه په افغانستان کې په حکومتي کچې ډېر کار شوی او ډېر کنفرانسونه او سېمېنارونه شوي دي چې هغه وخت ځینې مهمې پرېکړې منځ ته راغلې وې. د دې تر څنګ په دغه اړه په باړه ګلۍ کې د پښتو املا او پښتو لیکدود د وحدت په اړه غونډه ډېره مهمه وه او په هغې غونډې کې شوې پرېکړې په کتابي شکل چاپ شوې هم وې،خو له بده مرغه پښتانه لیکوالان د هغو منل شویو پرېکړیو خیال او ساتنه نه کوي او بېلا بېلې شخصي املاوې کاروي،کوم چې د پښتو ادب لپاره تاواني خبره ده»

له افغانستانه راغلی د پښتو ژبې منلی لیکوال او شاعر، عبدالغفور لېوال هم دا خبره مني.خو وایي،تفاوت شته خو دومره لوی نه دی:

«ځینې اختلافات د لهجو، څرنګه چې ویل کېږي، هغه شته.هم دا راز،په لیکلو کې د ځینو علایمو تر منځ لا هم اختلاف شته دی. (کښې) او (کې)، (چه) او (چې) او دا قیسمه نور مثالونه.اما دا اختلافات تر دومره شدته نه دي چې یو پښتون دې د بل پښتون په لیکلي متن پوه نه شي»

عبدالغفور لېوال زیاتوي،اوس پښتو لیک دود په سلو کې تر نیمایي هم زیات فیصده اتفاق ته رسېدلی دی:

«د بړه ګلۍ غونډه ډېره اغېزمنه وه چې پکې له لراو بره پوهانو ګډون درلود او دوي پر ځینو شیانو سره متفق شول.تر هغه وروسته زه داسې فکر لرم چې موږ اوس پر لیک دود له ۶۰ نه تر ۷۰ فیصده بشپړه متفق یو.نو په دې خاطر زه هم د دې سفارښتنه کوم چې د لیک دود لپاره باید معتبرې ملي اکاډمیانې او علمي بنسټونه سره کښېني او رو،رو دا بیخي هغه سل فیصده وحدانیت ته ورسوي»

د بلوچستان وتلی لیکوال او څېړونکی، پروفېسر غني خان غنو په دغه اړه د پښتنو لیکوالانو خپل منځي اختلافات هم د دې یو لوی علت ګڼي:

«تر دې دمه ټول پنځه لیک دودونه د ژبپوهانو او عالمانو لخوا منځ ته راغلې دي.په دې کې یوسن مېوندي کښلی دی.یو بایزید روښان کښلی دی.یو خوشحال خان خټک کښلی دی.یو ګل محمد خان مهمند او یو خان شهید عبدالصمد خان اڅکزیي کښلی دی.لومړي څلور واړه لیک دودونه نامکمله دي،خو د خان شهید لیک دود مکمل او جامع دی.که پر دغه عمل وشي،دغه پلی شي،دغه ټولې ستونزې به هوارې شي»

د پښتو ژبې لیکوالان او څېړونکي په دې نظر وو چې پکار ده راتلونکي کې سېمېنارونه او کنفرانسونه تر ټولو زیاته پاملرنه د پښتو لیکدود ټولمنلې ته ځانګړې کړي.

XS
SM
MD
LG