د لاسرسي ځای

'هوايي برید شمالي وزیرستان کې ۱۷ وسله وال وژلي'


د پاکستان پوځ پرون وویل چې د شمالي وزیرستان په ځینو سیمو کې یې په هوايي بمبارۍ کې ۱۷ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې مشال راډیو ته ویلي هوايي بمباري په شوال ، ګربز او زوی نرۍ سیمو کې شوې شوې او په ترڅ کې یې د تندروو وسله والو اوه پټنځایونه تبا کړي دي.

بل پلو وسله وال طالبان ادعا کوي چې پرون یې په شوال کې د حکومتي سرتیرو سره په جګړه کې مقابل لوري ته د اتو کسانو مرګ ژوبله ور اړولې ده. په ازاد ډول نه د طالبانو او نه هم د حکومتي لوري د ادعاوو سپیناوی کیدای شي، ځکه چې ازادې سرچینې د پېښې ځای ته لاس رسی نه لري.

د پاکستان پوځ له تیر څه مهال نه په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه عملیات هم کوي.

XS
SM
MD
LG