د لاسرسي ځای

د غزني له زندانه ۲۰ تنه خطرناک زندانیان کابل ته لېږدول شوي وو


غزني زندان

غزني زندان

د غزني مرستیال والې وایي، د غزني پر مرکزي زندان له حملې مخکې نږدې ۲۰ تنه خطرناک زندانیان کابل ته انتقال شوي وو.

محمد علي احمدي ازادي راډيو ته وویل؛ دا کسان د کورني امنیت پرضد په جرمونو تورن وو.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د غزني له مرکزي زندان څخه د سلګونه زندانیانو د تښتېدلو په اړه د څېړنو لپاره سیمې ته یو پلاوی لیږلی دی.

دغه وزارت په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې د وسله والو مخالفینو د حملې له امله تېره شپه د غزني له زندانه ۳۵۵ زندانیان تښتیدلي دي.

وړاندې په خبرپاڼه کې راغلي چې په تښتېدلو زندانیانو کې ۱۴۸ تنه یې د کورني او بهرني امنیت پر ضد په جرمونو باندې تورن وو او پاتې نور یې جنايي قضیې درلودلې.

د راپورونو له مخې د غزني ولایت په عمومي زندان کې ۴۳۶ زندانیان ساتل کېدل چې له هغې جملې څخه یې ۸۱ پاتې او نور په تېښته بریالي شوي دي.

XS
SM
MD
LG