د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خپل وطن ساتنه د هر پښتون افغان مسولیت دی'


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

له امو تر اباسينه ددې وطن شمله جيګول دا د هر پښتون افغان ذمه واري ده. محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، له امو نیولې بیا تر اباسين پورې ددې وطن مالک پښتون افغان دی او ددې وطن ژغورنه د هر پښتانه افغان ذمه واري ده. د اڅکزي په خبره هر ادب چې د خپل ولس د ستونزو نماينده نه وي، خلک پرې تنقيد کوي. دا خبري نوموړي په کوټه کې د پښتو په نړيوال سیمينار کې ادیبانو ته په خپله وينا کې کړې.

په کوټه کې د پښتو نړیوال سیمينار په دومه ورځ بیا هم له بېل بېل سیمو څخه راغليو مېلمنو ليکوالانو د پښتو ژبې، ادب او صحافت په هکله خپلې مقالې وړاندې کړې. د سیمينار په دومه ورځ د پښتون خوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم په دې سیمينار کې ګډون وکړ، او په پای کې يې د سیمينار برخه والو ته وينا هم وکړه. اڅکزي په دې سیمينار کې ګډون کوونکو اديبانو ته په خپله وينا کې وويل، هر ادب چې په کښې د خپل ولس ستونزې په ګوته شوې نه وي او نمايندګي يې ونه کړي، ولس به ورته نه هم په ښه سترګه وګوري او هم به پرې تنقيد کوي.

محمود خان اڅکزي وویل، له امو نيولې تر اباسينه پورې دا وطن له پېړيو پېړيو راهیسې د پښتانه افغان وطن دی او د دې وطن ساتنه او ژغورل يې د هر پښون افغان ذمه واري جوړېږي. د اڅکزي په وينا همدا وطن له مودو راهیسې په بېل بېل ستونزو کې ګېر پاتې شوی، نن هم پرې اور بل دی او که يې ادیب د دې ستونزو دفاع و نه کړي، تاريخ به يې کله هم معاف نه کړي.

تردې وړاندې د نړيوال پښتو سیمينار په دومه ورځ د پښتو ادب او عصري غوښتنې او پښتو ژبه او رسنيو باندې له بېل بېل سیمو څخه راغليو ليکوالانو خپلې مقالې وړاندې کړې. له خیبرپښتونخوا څخه راغلي ليکوال او شاعر اباسین يوسفزي په خپله مقاله کې وویل، په نړۍ کې اکثره هغو قامونو پرمختګ کړی، چې ژبې يې د مکتب، دفتر او روزګار ژبې ګرځېدلې دي.

د پښتو نړيوال سیمينار هم نن په درېيمه ورځ به بیا هم درې بېل بېل برخې وي، چې پکې به په دوو برخو کې د پښتو ژبي په عمومي ستونزو باندې مقالې وړاندې کېږي او په درېيمه او اختتامي برخه کې به يې قراردادونه او اعلاميه وړاندې کېږي، چې د همدې برخې ځانګړی مېلمه به د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وي.

XS
SM
MD
LG