د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا مېوې غلې نړیوالې منډیۍ ته ولې رسیږي ؟


پېښور کط د میوو یو دوکان
پېښور کط د میوو یو دوکان

د خیبر پښتونخوا او قباییلي سیمو کروندګر د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کوي چې د دوی میوو او نورو فصلونو له دې هم هغسې مارکیټ برابر کړي څنګه یې چې د پنجاب ایالت مېوو او روژو ته برابر کړی دی.

تېره اونۍ د پنجاب د وریژو د کروندګرو او سوداګرو یوې ډلې د وزیراعظم نواز شریف سره په اسلام اباد کې ولیدل او د دوی نه یي غوښتنه وکړه، چې د روژو د صادرولو او یا په هیواد کې دننه د دې په کاربار دې لګول شوي حکومتي ټیکسونه ختم کړي، او لکه د ټیکسټایل د صنعت غوندې دې دوی ته هم د بجلۍ او نور سهولتونه په ارزانو بیو ورکړي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا کروندګر بیا وایي باید مرکزي او صوبایي حکومتونه دې د دوی په سیمو کې شویو فصلونو ته هم پاملرنه وکړي.

د سوات یو اوسیدونکی جمال ناصر وایي د دوی په سیمه کې ډیرې خوږې میوې کیږي، چې کوالټي یي هم ډیره ښه ده، خو بیا د دغو په صادرولو او یا دغه یو ښه مارکیټ ته په رسولو کې مشکلات لري:

« په سوات کې چې کوم شفتالان کیږي هغه د ټولو نه خواږه وي، خو د دې په لیږلو ډیره کرایه راځي ، لکه ایران بیا ډیرې کمې کرایې لګولې دي، خو مونږ ته بیا دا ګرانه ده. په سوات کې ډیرې ښې مڼې هم کیږي، او باید حکومت کروندګرو ته په دې لړ کې څه اسانتیاوې ورکړي. »

د پیښور پوهنتون د باغوانۍ یا هارټيکلچر ډیپارټمنټ چییرمین پروفیسر ډاکټر نور ال امین بیا وایي په خیبر پښتنوخوا کې ډیرې ښې میوې او نور فصلونه کیږي او باید دغه نړیوال مارکیټ ته ورسول شي :

« په سوات او پاړه چنار کې یو قسم وریژې کیږي چې ورته بیګمۍ روژې وایي ، دا ډیره خوږه وي، اوباید دا هم لکه د باسمتي وریژو بهر ولیږل شي. دا انتهايي خوږې وریژې دي، خو دا تر اوسه چا بهر ونه لیږلې. خیبر پښتونخوا په ذراعتو کې د هارټیکلچر صوبه ده، دلته هره میوه او فصل کیږي، دې خیبر پوښتونخوا له الله داسې موسمونه ورکړی، چې هغه د هر قسمه سبزۍ او هر قسمه میوې لپاره بهتره دی.»

ډاکټرنور الامیین دا هم وایي چې باید کرونګر هم ځان پر دې پوهه کړي چې د یو فصل د صادرولو لپاره به کومې خبرې په پام کې نیسې، ترڅو دغه فصل په نړیوال مارکیټ کې ځانله خپل ځای جوړ کړي :

« کرونګر خو فصل وکري خو بیا حکومت له هم پکار دي چې د مسولیت احساس وکړي او کرونګرو ته څه سهولتونه ورکړي، مونږ سره یخ ځایونه نشته، په هوایي ډګر کې هم هیڅ سهولت نشته، چې یو کرونګر د کلیو نه سبزي یا میوې پیښور ته هم راوړي نو په لاره کې خرابې شي، د وړلو لپاره یخ ګاډي نشته، زه کله کله ګورم چې یو کس د ډیر ښه معیار ګلونه د سوزوکي په سرایښي وې، نو چې د سوزوکي د پاڅه ته ګل کیدې، نو د هغې نه خو ټولې اوبه لاړې شي بیا به يي ته په مارکیټ کې څنګه مقابله کوې، او څنګه به یی خرڅوې. »

ډاکټر نور الامین وایي د پښتنو په سیمو کې رنګارنګ میوې او غلې کیږي ، او باید مرکزي او صوبایی حکومتونه په زمیندارانو کې دا پوهه پیدا کړي چې دوی به څنګه خپل فصلونه نړیوال مارکیټ ته رسوي او په دغه لړ کې د کروندګرو د مسلو حل ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG