د لاسرسي ځای

اوه میلیونه قبایلي وګړي لا هم د FCR قانون لاندې په ژوند کولو مجبوره دي


دوه تنه قبایلي مشران

دوه تنه قبایلي مشران

د پاکستان په مرکزي پارلیمان کې د قبایلي سیمو استازو د قومي اسمبلۍ په سکرتریت کې یو بیل وړاندې کړی چې پکې غوښتنه شوې چې قبایلي وګړو ته دې هم د پاکستان د نورو سیمو د خلکو په شان د ژوند بنیادي حقونه ورکړل شي.

له پاکستانه په انګریزۍ ژبه خپریدونکې ورځپاڼه ایکسپریس ټریبیون لیکي چي د قبايلي سيمو تقريبا اووه ميليونه اوسیدونکي هم د هغو حقونو غوښتونکي دي چې د پاکستان د نورو سیمو اتلس کروړه خلک ترې برخمن دي.

په دغه بل کي تجويز ورکړل شوی دی چي د ايين په ۲۴۷مه او ۲۴۶ مه مادو کې دې بدلون وکړل شي. قبایلي سیمي دې د خیبر پښتونخوا صوبې د انتظام لاندې ضم کړل شي ، چي ولس ته یې ددغه هيواد اعلی عدالتونو ته د خپلو ستونزو هوارولو په لړ کې رسايي تر لاسه شي.

د اداريي په خبره که دغه بل د پارلیمان نه پاس شو نو د اوو واړو قبايلي سيمو او شپږو نيمه قبايلي سيمو په انتظامي حیثيت کې به يو داسی بدلون راشي چي نه يوازي د دغو سیمو ولس لپاره به ګټور ثابت شي بلکي دا به د ټول پاکستان په ګټه وي ، او هغه ځکه چې دا مهال په قبايلي سيمو کې عملي ټولنيز او انتظامي روايتي نظام په دغو سیمو کې رواني ناامنۍ دومره کمزوري کړي دي چي ددې نه علاوه بله لار نشته چې دغه سیمې د قامي بهير برخه وګرخول شي.

اداريه زیاتوي چي کيدی شي ددې ايیني ترميم له امله افغانستان سره د پاکستان د پولو په اړه د لسیزو نه روانې هغه پوښتني هم له مينځه يوسي ، چي په يادو سیمو کې د مبهم قبايلي نظام له امله وخت په وخت راپورته کيدې.

اداريه مخکې ليکي چي د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه روان پوځي عمليات وروستیو پړاوونو ته داخل شوي دي . له دغو سیمو يو نيم ملين بې کوره شوي خلک هم خپلو سیمو ته ورو ورو ستنيږي ، خو دا هم نه دي هيرول پکار چي په تېره يوه لسیزه کې په قبايلي سيمو کې د روان ياغيتوب له امله ځايي ولس ډيرې قربانۍ ورکړي دي او دا مهال د دوی کورونه وران او اقتصاد د ډيرې بدحالۍ سره مخ دی.

د ورځپاڼې په باور د قبایلي سیمو سره دا ظلم د تيرو اته شپيتو کالو نه روان دی ، او د اجتماعي ذمه واري د ظالمانه او غير انساني قانون ايف سی آر لاندې د دغو سیمو ولس ژوند تيرولو ، او حقيقت دا دی چې کله نه پاکستان آزاد شوی ددغو سیمو خلک د پاکستاني سامراجي قانون غلامان شوي دي.

ورځپاڼه په اخره کې لیکي په پاکستان کې خلک او حکومت په فلسطين او برما کې پر مسلمانانو د روانو ظلمونو ذکر هره ورځ کوي، خو په قبایلي سیمو کې چې پر خلکو کوم ظلم روان دی، هغه له پامه غورځول شوی دی.

XS
SM
MD
LG