د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب : کرین د توپاني بادونو له وجې غورځیدلی و


سعودي کې د کرین په راپریوتو کې سلو نه زیات کسان مړه شوي
سعودي کې د کرین په راپریوتو کې سلو نه زیات کسان مړه شوي

د سعودي عرب چارواکي وايي ، د مکې په حرم شریف جماعت کې د سختو بادونو له وجې کرین راغورځیدلی چې له وجې یې حاجیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پیښه د حج تر مراسمو مخکې وشوه چې پکې ١٠٧ تنه مړه شوي او دوه سوه نور ژوبل شوي دي. په زخمي شوو کې شاوخوا پنځوس پاکستانیان هم شامل دي.

د سعودي عرب د ملکي دفاع د ادارې مشر سليمان بن عبدالله العمرو پرون وويل چې د توپان اوسختو بادونو له کبله ونې هم ماتې شوې دي.نوموړي هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې کرين د اسماني بجلۍ له وجي غورځیدلی و او د ټيل ماټیل له وجې ګڼ کسان وژل شوي دي.

د سعودي چارواکي وايي له دې حادثي سربیره به هم د حج مراسم د ستمبر پر ٢١مه پيل شي.د پرونيو شمیرو له مخې تر اوسه د نوي لکو او نهه زرو زیات کسان د حج لپاره سعودي عرب ته تللي دي.

له پاکستانه په انګریزي ژبه خپریدونکې ډان ورځپاڼه لیکي باید د سعودي عرب حکومت د حج په ورځو کې په حرم شریف او د حج په نورو ځایونو کې تعمیراتي کار ونکړي، او د حاجیانو حفاظت او دوی ته په سهولتونو ورکولو خاص پام وکړي.

ورځپاڼه لیکي حج کول یو اسان کار ندی ، په دغه وخت په زرګونو خلک په یو ځای کې راټول شوي وي، او خپل عبادات تر سره کوي.

هرکال په لکونو خلک مکې مکرمې او مدینې منورې ته ځي او هلته د حج فرایض تر سره کوي. ډان ورځپاڼه لیکي د سعودي عرب حکومت هر کال حاجیانو ته د سهولتونو ورکولو لپاره خپل پوره انتظامات کوي، خو د تیرې جمعې د ورځې د پیښې وروسته دا پوښتنې راپورته کیږي چې باید د حاجیانو تحفظ یقیني شي، او داسې بدې پیښې مخې ته بیا رانشي.

ډان لیکي ، د پخوا په نسبت اوس زیات خلک د حج او عمرې لپاره ځي، او د دغې زیاتیدونکې شمیرې لپاره سعودي حکومت د حرم شریف د پراخولو او دغلته د نورې ابادۍ کولو تعمیراتي کار پیل کړی او دا حادثه هم د دغه کار له وجې مخې ته راغله.

ډان لیکي باید د سعودي عرب حکومت د حج په ورځو چې په دومره زیاته شمیره کې خلک په یو ځای کې راټول شوي وي، ابادی ونکړي، او په دغه وخت کار ودروي، ځکه چې د خلکو ژوند خوندي ساتل هم ضروري دي. او باید د مشینونو او کرینونو څارنه وکړي، چې خلکو ته څه تاوان ونه ورسوي.

ورځپاڼه په اخره کې لیکي باید سعودي حکومت د حاجیانو شمیرې ته پام وکړي، او په دومره شمیره کې خلکو ته د حج اجازت ورکړي، چې دوی یي د حفاظت کار سر ته رسولی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG