د لاسرسي ځای

سرتاج عزیز : له افغانستان سره به مو اړیکې زر ښې شي


سرتاج عزیز او صلاح الدین رباني

سرتاج عزیز او صلاح الدین رباني

د پاکستان د وزیراعظم د قامي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې د افغانستان د سولې د خبرو د بیا پيلولو لپاره هڅې روانې دي او د پاکستان او افغانستان تر مینځ اړیکې به ډیر زر بېرته ښې شي.

نوموړي پرون په کراچۍ کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، په دې وروستيو کې په کابل کې د ترهګریزو پېښو له وجې د افغانستان او پاکستان اړيکي د پخوا په پرتله خرابي شوې دي خو پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکي غواړي .

« موږ اوس بیا هڅه کوو چې د سولې او پخلاینې خبرې بیرته پیل شي، خو دا چې د ملاعمر د مرګ نه پس په افغانستان کې د طالبانو د مشر په ټاکلو کې اختلافات رامنځ ته شوي، نو کېدی شي دا پروسه ځکه ځنډیدلې وي، خو موږ هیله من یو چې د سولې د خبرو د بیا پیلیدو سره به په افغانستان کې امنیتي وضع ښه شي. »

دافغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې څه موده وړاندې په مري ښار کې شوې وې، چې څه نتیجه یې نه وه ورکړې، خو افغانستان او پاکستان هیله من دي چې که د طالبانو سره د خبرو نور پړاوونه ترسره شي نو ښايي مثبتې پایلې به یې مخې ته راشي.

سرتاج عزیز د شمالي وزیرستان د عملیاتو په اړه زیاته کړه چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو شاوخوا نوي في صده هدفونه تر لاسه شوې دي.

XS
SM
MD
LG