د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځوانانو غږ: کډوال، له خطره ډکې لارې او د اروپا سخت ژوند


جل وهلي کډوال اوبه غواړي
جل وهلي کډوال اوبه غواړي

په دي وروستيوو کې د نورو هيوادونو سربېره د پاکستان او افغانستان ګڼ وګړي اروپا ته پناه وړي. دوی پر سختو لاره ځي او ځيني وخت خو خپل منزل ته تر رسېدو دمخه ژوند وبايلي. د ځوانانو غږ خپرونه کې په دي غږيږو چې آيا اروپايي ژوند په دومره خطر تېرولو ارزي.

په يورپ کې د پنا اخستونکو زرګونه کسانو پر ستونزه په رسنيو او د اروپايې مشرتابه په غونډو کې بحثونه روان دي. په شام، ليبيا او نورو هېوادونو کې د جنګ له کبله په زرګونه کډوال يورپ ته په ناقانونه او سختو لارو رارسېدلي دي خو يوشمېر پکې ژوند هم له لاسه ورکړی دی. د عرب ملکونو د ځوانانو سربېره په غيرقانوني توګه اروپا ته تلونکو کې د پاکستان او افغانستان ځوانان هم شامل دي.

ننئ ځوانانو غږ خپرونه کې مو له يو څو ځوانانو سره خبرې کړي چې يورپ ته په رسېدو کې دوی له څه ستونزو سره مخ شوي او اوس چې هلته رسيدلي، مسلې يې حل شوي او که نه.

وقار درانی چې دا مهال يې په جرمني کې پناه اخيستې، وايي د پيښور له بډه بېرې يورپ ته په رسېدو کې پر لاره څو وارې له مرګ سره مخ شوی.

د نوښار محمد عالم چې په فرانس کې يې پنا اخستې هم دغسي کيسه لري. نوموړی وايې څوک چې يورپ ته په غېر قانوني لارو راغلي دي اکثره يې ځان ته په سوال ډوډۍ پېدا کوي، د سرپنا ځاي نه لري او په سخته يخنۍ کې تر شنه آسمان لاندې په پارکونو کې شپې او ورځې تېروي.

د دې خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی. دلته يې اوريدلی شئ.

د ځوانانو غږ: آيا پر سختو لارو اروپا ته تللي ځوانان خوشاله دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG