د لاسرسي ځای

د ټاپي ګيس پایپ لاين پروژې د پېل په اړه خبرې روانې دي


افغان حکومت وايي چې د ټاپي د پايپ لاين د پروژې د کار د پېل په اړه لا هم خبرې روانې دي او د ځينو مسايلو پر سر لا اړوندو لوريو تر اوسه موافقه نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزيراعظم ويلي په دسمبر کې به ترکمنستان د دې پايپ لاين په غځول کار پېل کړي.

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف پرون تجارانو سره په يوه ملاقات کې ويلي دي چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګېس ليږلو پر منصوبې به د دسمبر په مياشت کې کار پيليږي. ايسوشيټيډ پريس خبري اژانس د نوازشريف له خولې ليکلي چې د ټاپي په نامه دې ګيس پايپ لاين پروژه کې ترکمنستان د پايپ د غځول کار پيل کړی دی. خو افغان چارواکي وايي چې لا هم د ځينو مسايلو په اړه ټولوو خواوو موافقه نه ده کړي.

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وياند محی الدين نوري له آزادي راډيو سره په خبرو کې ويلي چې تر اوسه هغه نېټه چې کله بايد د دې پروژې کار پیل شي،معلومه نه ده.

په دې پروژه کې پنځوس زره افغانانو ته د کار پيدا کيدوچانس شته. که پروژه عملي شي افغانستان ته يې هر کال د ټيکس په توګه سلګونه مليونه ډالرګټه رسيږي.

نوموړي زياته کړه: ((اوس مهال پر همدې موضوع خبرې روانې دي چې څه وخت بايد د دې پايپ لاين کار په رسمي توګه افتتاح شي ځکه چې د څلورو واړو هېوادونو (افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هندوستان) استازو په بيلابيلو غونډو کې پر دغو موضوعاتو خبرې کړي چې اجرايي کار يې بايد ژر تر ژره پيل شي.))

د دې پروژې د پيل چارې د ترکمنستان دولتي شرکت ترکمن ګيس ته ورکړل شوي. ښاغلی نوري وايي اوس په دې خبرې روانې دي چې ملکونه به په دي پروژه کې څومره کاروباري برخه لري.

د ټاپي پروژې د ګاز د پايپلاين تر ټولو اوږده برخه له افغانستانه تيريږي. افغان چارواکي وايي چې د دې پايپ لاين د جوړولو په ترڅ کې يوازې په افغانستان کې له پنځوس زرو زياتو کسانو ته کار پيدا کيږي. د دې پايپلاين د فعالېدو وروسته به افغانستان هر کال سلګونه میلیونه ډالر د ټرانزيت د ماليې يا ټيکس په توګه تر لاسه کوي.

XS
SM
MD
LG