د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مکه کې د وژل شوو شمېر ۱۰۷ ته ورسېد


د سعودي عرب چارواکي وایي چې په مکه کې د حرم شریف په جومات کې د جمعې پر ورځ د تعميراتي کرین د لویدو له امله لږ تر لږه ۱۰۷ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ژوبل دی.

د سعودي عرب چارواکي وایي چې په مکه کې د حرم شریف په جومات کې د جمعې پر ورځ د تعميراتي کرین د لویدو له امله لږ تر لږه ۱۰۷ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ژوبل دی.

پاکستاني چارواکي وايي په ژوبل شوو کې شاخوا ۵۰ پاکستانيان دي چې د ځنو تعلق د خېبر پښتونخوا له صوابۍ او سوات سره دې.

پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په زرګونو کسان له بېلابېلو اسلامي هیوادونو د حج د ترسره کولو لپاره مکې مکرمې ته تللي دي.

د حج مراسم د روانې مياشتې په وروستېو کې پېليږي.

د سعودي عرب د ملي دفاع چارواکو د دې پیښې اعلان پر ټویټر کړی دی.

د پیښې ویډیوګانې په رسنیو کې خپرې شوې دي چې پکې په وینو لړلي مړي د حرم شریف په انګڼ کې پراته ښکاري.

د تعمیراتي کار لپاره د حرم شریف د جومات شاوخوا يو شمېر کرېنونه ولاړ دي او حکومت غواړي چې دا جومات څلور لکه مربع ميټره پراخه کړي چې دوه عشاريه دوه میلیونه لمونځ کوونکی به پکې يو وخت مونځ کولی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG