د لاسرسي ځای

خوست والي: په افغانستان کې روانه جګړه سیاسي او استخباراتي جګړه ده


د خوست ولایت چارواکو د افغان حکومت له وسلوالو مخالفینو غوښتنه وکړه، چې له جنګه لاس واخلي او د افغانستان په ابادۍ او د افغانانو په هوساینه او نیکمرغۍ کې ونډه واخلي.

د خوست ولایت چارواکو د افغان حکومت له وسلوالو مخالفینو غوښتنه وکړه، چې له جنګه لاس واخلي او د افغانستان په ابادۍ او د افغانانو په هوساینه او نیکمرغۍ کې ونډه واخلي.

بل لوري ته یو شمیر دیني عالمانو هم په خپلو ویناوو کې له افغانانو وغوښتل، چې پر ځانونو دې پردي نومونه نه پریږدي، ځکه چې پردي نومونه شرعي، اسلامي او افغاني نه دي او د افغانو په منځ د خپلمنځي جګړو او وژنو له پاره رالیږل کیږي.

نن د جمعې پر ورځ خوست والي حکم خان حبیبي، چې په یاد ولایت کې یې د شهید اونۍ په لمانځغونډه کې خبرې کولې، وویل، چې په افغانستان کې روانه جګړه سیاسي او استخباراتي جګړه ده، چې د پردیو له لوري پر افغانانو تپل شوې ده.

ده د ځايي ادارې په استازیتوب د افغان حکومت پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ، چې د پردیو له اسارته دې ځانونه خلاص کړي، خپلو کورونو ته دې راستانه شي او د نورو افغانانو سره یو ځای دې د خپل کور او هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي:

((تلپاتې سوله زموږ غوښتنه ده، د ولایتي ادارې په استازیتوب یو ځل بیا پر ټولو افغان وسلوالو مخالفینو غږ کوم چې د دې بدبختیو نه لاس په سر شي، دا تپل شوې جګړه ده، دا بیګانه جګړه ده، دا سیاسي او استخباراتي جګړه ده، وسلوال دې نور د خپل وطن له ورانولو لاس واخلي، بلکې د خپلو وروڼو، علماوو، خویندو، میندو او مشرانو سره دې یو ځای د وطن په ابادۍ کې برخه واخلي.))

په خوست کې د شهید اونۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه چې د میلمستون د ودانۍ په انګړه کې جوړه شوې وه، په کې یو شمېر دیني عالمانو، قومي مخورو، د ځايي ادارې چارواکو، مدني فعالانو او د قربانیانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.

په دې ناسته کې یو شمېر دیني عالمانو هغه نومونه چې د افغانانو د دیني احساساتو د پارونې له پاره له بهره راځي، غیر اسلامي، غیر افغاني او د پښتونولۍ له ارزښتونو سره په ټکر کې وبلل.

د سیمې یو تن دیني عالم مولوي نصرالله قاسمي پر افغانانو غږ وکړ، چې د پردیو هدفونو له پاره دې جنګ او جګړه نه کوي او پر ځانونو دې هغه پردي نومونه نه پریږدي، چې د دې هېواد د ورانۍ او د افغانانو د وژنو له پاره رالیږل کیږي:

((له خارجه موږ ته نامې راغلي او پر موږ اېښودل شوي دي، نه اسلامي دي، نه غیرتي دي، نه شرعي دي، نه وطني دي او نه د پښتونولۍ سره برابر دي، تاسو قبرستانونو ته ورشئ، د افغانستان له خلکو ډک دي، د خدای په لحاظ په پردیو نومونو ځانونه مه وژنئ، زموږ د هېواد نوم اسلامي افغانستان دی، څوک يې؟ افغان یم، مسلمان یم.))

د خوست د ولایتي شورا غړي عبدالولي واحدزي د شهید اونۍ په اړه په خپلو خبرو کې وویل، چې اوسمهال یو شمېر کسان او کړۍ د شهید او ټپي په نوم تجارت کوي، د حکومت نه په دې نوم باج اخلي، خپل ژوند پرې جوړوي، خو د حقیقي شهید او د معلول او معیوب افغان اولادونه د سړک پر غاړه سوال او ګدايي ته ناست دي.

واحدزي له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې د شهیدانو، معلولینو او معیوبینو اولادونو ته دې ځانګړي امتیازونه په پام کې ونیسي:

((هغو خلکو چې د دې ملت د ازادۍ له پاره يې خپلې وینې تویې کړې، نن د هغوی ماشومان د سرک په غړه ناست دي او خیراتونه غواړي، زموږ له افغان حکومت غوښتنه داده، هغه کسانو چې په دې ملت يې تل تجارت کړی، هغوی ته دې مجاهدین نه وايي، د شهیدانو ماشومانو ته دې لازم امتیازات برابر شي او هغه کسان چې نن د دوی پر سر باجګیري کوي، د هغو مخنیوی دې وشي.))

که څه هم د خوست چارواکو او دیني عالمانو د جمعې ورځې په ناسته کې له وسلوالو غوښتنه وکړه، چې د سولې بهیر سره یو ځای شي او د بهرنیانو له تاثیر او اغېز څخه ځانونه وژغوري، خو بیا بل خوا ځني خلک د ملي یووالي حکومت پر کړنو نیوکه کوي او زیاتوي، چې د نوي حکومت په څه کم یو کال کې ناامني، اداري فساد، بیکاري، بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو تلل زیات شوي، چې دې کار هم خلک خپل راتلونکې ته په انديښنه کې اچولي او د سولې پر بهیر يې د مخالفینو باور ته زیان رسولی دی.

XS
SM
MD
LG