د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان زیاتره ګوندونه له قومي ایکشن پلانه نه دي ډاډه


په اسلام اباد کې د شوې ټول ګوندیزې غونډې عکس
په اسلام اباد کې د شوې ټول ګوندیزې غونډې عکس

په پاکستان کې سياسي او مذهبي ګوندونه د قامي ايکشن پلان په اړه مطمین نه ښکاري او وايي چې حکومت پخپله ډاډه نه دی.

پراګ: د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير چودري نثار علي خان وايي د قامي اېکشن پلان د ۱۵ نکتو پر عملي کېدو ډاډ څرګند شوی او پرېکړه شوې چې پر پاتې پنځو نکتو دې هم ژر عمل وکړل شي.

چودري نثار علي خان دا څرګندونې د پنجشنبې په ماښام په اسلام اباد کې د قومي ایکشن پلان په اړه تر شوې غونډه وروسته وکړې.

نوموړي وویل ، د مدرسو رجسټرېشن ، د غېر حکومتي ادارو څارنه ، د کرکې او نفرت خورونکو ويناوو مخنيوی او د اسلحو د نوو لايسنسونو د اجرا په ګډون به پر يو شمېر نورو چارو اقدامات کيږي.

خو په پاکستان کې سياسي او مذهبي ګوندونه د قامي ايکشن پلان په اړه مطمین نه ښکاري او وايي چې حکومت پخپله ډاډه نه دی.

د قومي وطن پارټې مشر آفتاب احمد خان شيرپاو وايي چې حکومت دغه پلان په بشپړ توګه نه دي عملي کړي.

د جماعت اسلامي يو مشر پروفيسر ابراهيم وايي چې تر قامي ايکشن پلان لاندي شويو کاروايانو باندي خبري کول پکار دي، خو څوک ورته تيار نه دي.

خو د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامی نيشنل ګوند پارليمانې مشر سردار حسين بابک وايي چې قامی ايکشن پلان مثبت نتيجې رابرسيره کړي دي.

د پيپلز ګوند يو مشر رحيم داد خان وايي چې د قامی ايکشن پلان لاندي سياسي انتقامي کاروياني رواني دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر رضا محمد رضا وايي چې د پوځي عملياتو باوجود ترهګرو خپلو فعالتونو ته دوام ورکړي، او پر دغه پلان ډير په کلاره کار روان دي.

په قامي اسمبلي کې د تحريک انصاف ګوند غړي شهريار اپريدي وايي چې د حکومتي دعوو او مځکني حقايقو کې ډير تضاد دي.

په مجموعي توګه ټول سياسي او مذهبي ګوندونه په دي اند دي چې قامي ايکشن پلان عملي کولو لپاره حکومت او پوځ د تفريق پالېسي پريږدي او د ترهګرۍ پرضد نور کوټلي ګامونه پورته کړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG