د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل- ګردېز لویه لار تر اوسه تړل شوې


د کابل ګردېز ترمنځ غځېدلې لويه لار، چې دورځې پرې زرګونه موټر تګ او راتګ کوي، د خلکو پرمخ د درېېمې ورځې لپاره هم د تېرې کنډو په سيمه کې همداسې تړلې ساتل شوې.

د کابل ګردېز ترمنځ غځېدلې لويه لار، چې دورځې پرې زرګونه موټر تګ او راتګ کوي، د خلکو پرمخ د درېېمې ورځې لپاره هم د تېرې کنډو په سيمه کې همداسې تړلې ساتل شوې.

د لارې بندوونکي او مظاهره چيان وايي، چې مرکزي حکومت يې په پکتيا کې د ايسا( د پانګه اچونې څخه د ملاتړ) ادارې څانګه تړلې او سره له بښنې يې که دفتر ورخلاص نه کړي، دوی به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

په تېرې کنډو سيمه کې سلګونه لوی او واړه موټر دواړو لوريو ته ولاړ دي، چې په دې موټرونو کې په زيات شمېر عاجل ناروغان، ښځې او ماشومان هم د لارې خلاصون ته په انتظار دي.

له دې لارې څخه د سوېل ختيځ زون( پکتيا، پکتيکا او خوست) زرګونه خلک مرکز کابل ته تګ او راتګ کوي او له درېو ورځو راهيسې، چې دا لار تړلې پاتې شوې، خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د تېرې کنډو په سيمه کې د ګردېز کابل ترمنځ غځېدلې دا لار د پکتيا قومي مشرانو، مدني فعالانو، ولايتي شورا او تجارانو په شريکه بنده کړې او وايي، چې که مرکزي حکومت يې ستونزو ته رسيده ګي ونه کړي، په دې لاره د هر ډول تګ راتګ مخه به ونيسي.

د پکتيا ولايتي شورا ريس سردارخان ملنګزوی ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، چې د سياسي او قومي تعصباتو له مخې د ايسا نوي ريس قربان حقجو په دې بهانه چې امکانات نه لري د اړوندې ادارې د پکتيا دفتر لغوه اعلان کړی دی.

نوموړی زياتوي، چې حکومت بايد خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو سره خپل امکانات پوره کړي، نه دا چې په سيمو کې فعال دفترونه لغوه او خلکو ته ستونزې ايجاد کړي:

”موږ د تېرې اوونۍ په سر کې مرکز کابل ايسا دفتر ته لاړو او هلته مو د مشرانو، تجارانو، پارلماني وکيلانو او ولايتي شورا او مدني فعالانو په ګډون جلسه وکړه او په جلسه کې موږ پوښتنه وکړه، چې ولې يې زموږ په ولايت کې دفتر لغوه اعلان کړی؟

راته ويې ويل، چې امکانات نه لرو، عوايد مو کم دي، خو دا بهانې وې اصله مسله دا وه، چې د پکتيا سره يې د قومي تعصب او سياسي تعصب له مخې برخورد کړی دی، ځکه موږ يې له خبرو څخه پوهېدو او موږ د دې پر ځای، چې د خپل دفتر خلاصېدل له معذرت سره يو ځای غواړو، دا هم وايو، چې د قربان حقجو غوندې خلک بايد په دومره لوړو څوکيو کې نه وي او سر له اوسه بايد له وظيفې لرې کړل شي، دا زما غوښتنه نه ده، دا د ټولې پکتيا د ولسونو غوښتنه ده، نن مو دا لار بنده کړې، سبا د ايسا د دفتر دروازه په کابل کې تړو“

نوموړی دا هم وايي، چې که چېرته يې مرکزي حکومت غوښتنې ونه مني، دوی به د احتيجاج په ډول دغه لار همداسې تړلې وساتي او له دې ورهاخوا په مرکز کابل کې به د ايسا د دفتر په دروازه کې هم کانټينر کېږدي او د کار مخه به يې ډب کړي.

دی دا هم چې تېره شپه پرې ډزې شوې دي او له يو ساعت جګړې وروسته يې درې تنه ټپيان شوي هم دي او په خبره يې تر اوسه پورې يې له مرکز او ولايتي ادارې څخه کومه داسې خبره او ژمنه نه ده ترلاسه کړې، چې دوی خپله مظاهره پای ته ورسوي او دغه لار خلاصه کړي.

د دغه احتيجاج شريک مدني فعالان وايي، چې مرکزي حکومت د دې پر ځای، چې د بوديجې کسر له نورو لارو پوره کړي، خلکو ته ستونزې ايجادوي او دفترونه لغوه کوي، که داسې کيږي، بيا دې نو ټوله ولايتي اداره ورټوله کړي موږ به خپلې ورځنۍ چارې له مرکز کابل څخه حلوو.

مدني فعال ګل کريم سحر وايي، که حکومت يې په غوښتنو غور ونه کړي، د پکتياوالو دا ډول تظاهرات به مرکزي حکومت ته يو لوی چېلېنج او سرخوږی وګرځي.

”که مرکز کابل، بوديجه نه لري او کمښت سره مخ وي، ټوله ولايتي اداره دې ورټوله کړي نه دا چې نن يو دفتر لغوه کوي او سبا بل، ځکه خدمات دې وړاندې کړي، په ټوکو خو حکومتولي نه کيږي او نه خلکو د دې لپاره رايه ورکړې ده،

چې د دوی لپاره جوړ شوي خدماتي دفترونه دې لغوه شي، دا زه بيا هم وايم، چې مرکزي حکومت تل له پکتيا سره د مور او مېرې سلوک کړی دی، که داسې وي، د پکتياوالو دا ډول لار بندول او تر دې ورهاخوا د خلکو راوتل به مرکزي حکومت ته ډېر ګواښونه پېښ کړي“

نه يوازې مدني فعالان مشران هم دا وايي، چې مرکزي حکومت دې، د دې پر ځای، چې فعال دفترونه وتړي، بلکې د خدماتو وړاندې کولو او عواېدو پوره کولو لپاره دې لار برابره کړي.

په دې لاره تلونکي مريض لرونکي له حکومت څخه خوابدي دي، چې ولې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو پر ځای ستونزې ايجادوي، خان ولي، چې مريضان لري او له سهار راهيسې په تېرې کنډو کې انتظار دی وايي، چې د ښځې ناروغي يې ښايي په همدې ځای کې د مرګ تر کومې ورسوي.

دی غوښتنه کوي، چې مرکزي حکومت دې د دې ستونزې د جدي حل لپاره لاره پيدا کړي او که داسې ونه شي، د ولسونو ستونزې او مشکلات به لاپسې زيات شي.

دا لار په دې خاطر د درېيمې ورځې لپاره تړلې ده، چې تېره اوونۍ د ايسا مرکزي دفتر( د پانګې اچونې د ملاتړ اداره) د پکتيا د څانګې د لغوه کېدو اعلان وکړ او ويې ويل، چې د امکاناتو د کموالي له امله په پکتيا کې دفتر ته ضرورت نه لري.

موږ هڅه وکړه، چې په دې اړه د ايسا د مرکزي دفتر د مسولو کسانو نظر هم واخلو، خو د پرلپسې هڅو، سره، سره بريالي نه شو او د پکتيا والي وياند نقيب احمد اتل وايي، چې والي نصرت ارسلا له مرکزي حکومت سره د ستونزې د هواري خبره کړې ده، چې پايله به يې تر اختره معلومه شي او د مظاهرې درېدو او لارې خلاصېدو په خاطر يې له لاريون کوونکو سره هم خبرې شوې دي.

راپور- داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG