د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: درې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


چارواکي وايي د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې درې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهارد اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد مشال راډيو ته وویل چې د پنجشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د دې ولسوالۍ د پيښې په سیمه کې د داعش وسله والې ډلې پر یوه سواتي ملا ډزې کړي نوموړی وژل شوی او د هغه کورنۍ غړي يې له کوره شړلي.

ولسوال وايي، د سواتي ملا له خوا په متقابل ډزو کې د داعش ډلې یو تن وژل شوی او درې تنه نور زخميان دي.

نوموړی وايي دغه سواتی ملا د پاکستانه راکډه شوی و او دلته يې په یوه دیني مدرسه کې ماشومانو ته زده کړې ورکولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG