د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو اوکراین ته نږدې د روسیې د پوځي اډې پر جوړولو اندېښنه ښودلې


ناټو د روس له خوا د اوکراین پولې ته نژدې د یوې لويې پوځې اډې د جوړولو په اړه اندېښنه ښودلې.

د ناټو یوه ویاند د پنجشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې ناټو د اوکراین پولې ته نژدې د روس د پوځ له خوا د لويې پوځي اډې د جوړولو او د اوکراین د بې ثباته کولو د هڅو له کبله اندېښنه لري.

رویټرز خبري آژانس د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې روس په بېلګوروډ اوبلاست کې چې له لوهانسک سره نژدې پر پوله پرته سيمه ده د لویې پوځي اډې د جوړولو کار پیل کړی دی.

لوهانسک د اوکراین د بحران اصلي مرکز دی چې د حکومتي ځواکونو او روس پلوه بېلتونپالو له خوا پرله پسې جګړې او نښتې پکې روانې دي. ناټو وايي چې بېلتونپال د روسي ځواکونو له خوا روزل کېږي او وسلې او تجهیزات ورکول کيږي.

د رویټرز راپور د خپرو شویو اسنادو په حواله وايي چې د روس د دفاع وزارت د درې سوه هکټره ځمکې په ساحه کې هلته یوه اډه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG