د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرګونو خوستوالو د اسلام او افغان کلیمو په پلوی لاریون وکړ


د پنجشنبې په ورځ د خوست زرګونو اوسیدونکو، مدني فعالانو او د بیلابیلو شوراګانو استازيو د یو سوله ییز لاریون په ترڅ کې د افغان حکومت له چارواکو په ټینګار غوښتنه وکړه، چې په نویو برښنايي تذکرو کې دې د افغان او اسلام کلیمې ځای کړي.

د پنجشنبې په ورځ د خوست زرګونو اوسیدونکو، مدني فعالانو او د بیلابیلو شوراګانو استازيو د یو سوله ییز لاریون په ترڅ کې د افغان حکومت له چارواکو په ټینګار غوښتنه وکړه، چې په نویو برښنايي تذکرو کې دې د افغان او اسلام کلیمې ځای کړي.

دوی د اسلام او افغان کلیمو پرته تذکرې بې هویته وبللې او ټېنګار يې وکړ، چې دا ډول تذکرې به وانخلي. لاریونوالو ګواښ وکړ چې په تذکرو کې د افغانیت او اسلامیت د ذکر کولو له پاره به تر پایه خپلو سوله ییزو لاریونونو ته دوام ورکړي او له هرې ممکنې لارې به دا حق لاسته راوړي.

قومي مشر سمین خان ځدراڼ مشال راډيو ته وویل، چې دوی دا حرکتونه روان ساتي او د افغان حکومت له چارواکو يې په کلکه غوښتنه وکړه، چې په پیژند پاڼو کې د افغان او اسلام کلیمې ځای کړي:

((د خوست ټول شریف خلک هغه که علماء کرام دي، سپینږیري دي، که مدني ټولنې دي، که دولتي چارواکي دي، موږ ټول به د اسلامیت او افغانیت څخه مستقیماً دفاع کوو، موږ په دې نوم درې نیم میلیونه شهیدان ورکړي دي، موږ د خپلو چارواکو غواړو، چې په تذکرو کې دا دوې کلیمې ذکر کړي، کنه داسې څه به پيښ شي، چې بیا ممکن دوی په هغه حالت افسوس وکړي.))

د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ مشر صاحب ګل فرهاد وايي، چې افغان د دې خاورې او ملت یو تاریخي او بنیادي نوم دی، د دې نوم محوه کول اصلاً د دې ملت محوه کول دي او افغانان به چیرې هم دا ډول عمل ته اجازه ورنکړي.

د لاریون په پای کې یو اته ماده ییز پریکړه لیک هم صادر شو، چې په کې له افغان حکومت څخه په نویو الکټرونیکي تذکرو کې د افغان او اسلام کلیمې د لیکلو غوښتنه شوې ده.

یاد پریکړه لیک چې د ولایتي شورا غړي عبدالولي واحدزي د خوست ښار په عدالت څلور لارې کې د لاریون د زرګونو ګډونوالو پر وړاندې ولوست په کې راغلي ول:

((موږ په کلکه د لاریون ګډونوال په الکټرونیکي تذکرو کې د افغان کلیمې ذکر کول غواړو، د ولسي جرګې د هغه پریکړې په کلکه غندنه کوو، چې دا قانون يې تصویب کړی دی.

موږ د خوست ولایتي شورا، میشت قومونه، مشران، دیني علماء، مدني ټولنې او ټول ولسونه به د افغان او اسلام کلیمو د خوندي ساتلو په خاطر تر هغه خپلو لاریونونو ته دوام ورکوو، څو چې دې هدفونو ته نه وو رسیدلي، پر حاکمانو غږ کوو، چې زموږ غوښتنې ته لبیک ووايي او له دې ناورینه خپل ولس او خاوره وژغوري.))

د افغانستان په نویو پيژندپاڼو کې د افغان او اسلام د کلیمې د لیکلو د غوښتونکو لاریونوالو په پریکړه لیک کې وړاندې ویل شوي، چې دوی به داسې تذکرې چې په هغه کې یادې دواړه کلیمې نه وي ذکر شوي، وانخلي.

XS
SM
MD
LG