د لاسرسي ځای

واشنګټن پوست ورځپاڼه ليکي، په داسې حال کې چې اروپا ته د بېلا بيلو هيوادونو د کډوالو سېلونه روان دي، پاکستان پر ځای د دې چې له پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي، لګيا دی افغان کډوال په زوره له هيواده باسي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه ليکي، په داسې حال کې چې اروپا ته د بېلا بيلو هيوادونو د کډوالو سېلونه روان دي، پاکستان پر ځای د دې چې له پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي، لګيا دی افغان کډوال په زوره له هيواده باسي. د ورځپاڼې په وينا، له پاکستانه هره ورځ په سلګونه افغانان کابل او د افغانستان نورو ښارونو ته ستنيږي.

دغو افغان کډوالو په پاکستان کې لسګونه کلونه تېر کړي چې ځينو يې د ۱۹۹۰مې لسيزې په لومړيو کلونو کې د کورنيو جګړو له کبله هيواد پرېښی او ځينوو نورو بيا په ۱۹۹۶م کال کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان ته کډې وکړې.

که څه هم د پاکستان حکومت په ښکاره وايي چې د افغان کډوالو د ايستلو امر يې نه دی کړی خو کډوال وايي چې د پاکستاني چارواکو او پوليسو لخوا پر دوی فشار دی چې له پاکستانه ووځي. ځينو نورو به په دې خاطر افغانستان ته کډې کړي چې د پاکستان حکومت د دوی د پېژند پاڼو يا رجسټرېشن کارډونو موده نه ده غځولې يا د چارواکو لخوا زندان ته د لېږلو يا رشوت ورکولو غوښتنه ورڅخه شوې ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې ناامني مخ په زياتېدو دی او د ولسي وګړو د وژنې کچه هم لوړې شوې ده. يو ۶۰ کلن افغان کډوال رحيم خان په دا وروستيو کې رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې ده له خپلې کورنۍ سره يو ځای ۲۸ کاله وړاندې د جنګ له کبله هيواد پرېښودی خو اوس بېرته جنګ او بمونو ته روان دی.

د روان کال له جنوري مياشتې راهيسې يو لک دېرش زره (۱۳۰۰۰۰) افغان کډوال له پاکستانه وتلي چې دا شمېره د تېر کال په پرتله څلور چنده زياته ده.مرستندويه کارکوونکي او افغان چارواکي د دې شمېرو د زياتېدو اټکل کوي.

په دا تيرو څو اونيو کې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړيکې زياتې ترينګلې شوي دي. افغان ولسمشر اشرف غني چې په لومړي سر کې يې له خپل ګاونډي هيواد سره د اړيکو ښه کولو هڅه وکړه په دا وروستيو کې په ډاګه پاکستان د طالبانو له لارې په تشدد پارولو باندې تورن کړ.

په پاکستان کې د ۱۵ لکه رجسټرډ افغان کډوالو د پېژند پاڼو موده د روان کال د ډسمبر پر ۳۱مه پای ته رسيږي. که چيري داوړه هيوادونه په دې لړ کې يو موافقې ته ونه رسيږي نو افغانستان به د افغان کډوالو له سېلاب سره مخامخ شي.بلخوا په پاکستان کې د ۱۰ لکه نارجسټرډ شوو افغانانو راتلونکی هم څرګند نه دی.

د رويټرز خبري اژانس په وينا، د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير چودري نثار علي خان ويلي دي چې دی د ټولو کډوالو بيا ستنېدل غواړي. نوموړی زياتوي چې ر جسټرېشن کارډونه د دې کال په پای کې تر وخت تيريږي او موده به يې نوره نه غځول کيږي.

XS
SM
MD
LG