د لاسرسي ځای

د روس او امریکا د سوریې شخړې په اړه خبرې وشوې


د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شام د شخړې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري سره خبرې وکړې.

دا خبرې په داسې حال کې شوې چې واشنګتن په جګړه ځپلې شام کې د روسیې پوځي هلو ځلو په اړه اندښني لري.

د روس د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دواړه وزیرانو د چارشنبې پر ورځ په ټیلفون د شام د شخړو په اړه خبرې وکړي او همداراز د روس او امریکا پر دوه اړخیزو اړیکو هم وغږيدل.

د روس د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې لاوروف یو ځل بیا د هغو ترهګرو ډلو پر ضد پر ګډو هڅو ټینګار وکړ چې په شام کې یې د پام وړ ځایونه لاندې کړي او د نړۍ امنیت ته ګواښ جوړ شوي دي.

د نهې پر ورځ امریکایي چارواکو ویلي وو چې د روس درې پوځي ترانسپورټي الوتکې په شام کې په وروستیو ورځو کې کښیناستلې دي.

د شام چارواکو د دې خبرې ترديد کړې چې روسي ځواکونه په جنګې عملياتو کې برخه اخلي، خو مسکو او دمشق ويلي دي چې د روس ځينې پوځي سلاکاران په دغه هېواد کې موجود دي.

XS
SM
MD
LG